شعـــــرونه

د ژوندانه په کږليچونو کې ايسار پاتې يم/ نيکمل

عزت الله نيکمل

د ژوندانه په کږليچونو کې ايسار پاتې يم
د غربت ژونده په سوچونو کې ايسار پاتې يم

ورځ مزدورۍ کې تېره د شپې يادونه وي ستا
زه اوس په دوه رنګه غمونو کې ايسار پاتې يم

ستا نه راتګ پر مونږه وغمېده راشه کنه
سولې راځه نور په دردونو کې ايسار پاتې يم

لاس و ګريوان يمه له ځان سره په جنګ اوښتى
زه دې نن بيا په عذابونو کې ايسار پاتې يم

کفر به نه کيږي که بيا راته را غاړې وځې
نېکمل خو نور د زلفو ولونو کې ايسار پاتې يم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x