شعـــــرونه

د زړۀ داغونه مې لۀ شماره وځي/ درمان

منصور درمان

داسې سلګۍ مې د زخمي سینې لۀ ښاره وځي
لکه سېلۍ چې د نښترو لۀ قطاره وځي

ستا د یادو رغنده څړیکې مې پايمال کړي داسې
لکه جنګي اس چې یاغي شي، لۀ مهاره وځي

دوی خپل قدم د ګران خلیل پۀ قدمونو ایښی
دا شازلمي چې هم له اوره هم لۀ داره وځي

وه یوسف مخیه! چې را یاد مې شې بېتابه شمه
ستا پۀ هجران کې مې دا ټول حواس لۀ کاره وځي

خدایږو چې دومره دي ډېر شوي درته څۀ ووایم
ورکه اشنا د زړۀ داغونه مې لۀ شماره وځي

د شهادت خوږه مرمۍ یې پۀ سینه خوړلې
ځکه د مشکو خوشبویي یې لۀ پرهاره وځي

ربه! منصور درمان لۀ هغه کاروان مکړې شاته
چې پۀ دیدن دې د ټول عمر لۀ خماره وځي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x