افغانستان

خوست: طالبانو په موسی خېلو کې دوه پوستې نیولې

نن ټکی آسیا(جمعه، چنګاښ ۲۷مه، ۱۳۹۳): د خوست ولایت په موسی خېلو ولسوالي کې طالبانو د ملي اردو دوه پوستې نیولې دي. د خوست دولتي چارواکي د موسی خېلو په سره کلي کې د ملي اردو په پوستو برید مني او وايي چې په دغه پوسته دوه سوه پنځو طالبانو برید کړی و.

د خوست ولایت د دوه سوه درې تندر قول اردو د لومړۍ لېوا قومندان جنرال ناصر هدایت وايي چې د دوی په پوستو د جمعې په شپه برید شوی دی او په خبره يې یواځې د ملي اردو یو عسکر وژل شو دی.

طالبانو پخپله خبرپاڼه کې د برید مسوولیت منلی دی او ويلي يې دي چې دوی تېره شپه دوه بجې په دې پوستو برید وکړ او له څوساعته جګړې وروسته يې د ملي اردو دیارلس عسکر ووژل او اته نور سخت ټپیان کړل.

طالبان وايي چې دوی په موسی خېلو کې د ملي اردو دوه پوستې بشپړې نیولې دلي، خبرپاڼه کاږي: «د اسلامي امارت مجاهدينو د خوست ولايت په موسی خيل ولسوالۍ کې د مزدوري اردو ۲ پوستې فتحه کړې.»

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې دوی په دواړو پوستو کې ګڼ شمېر مهمات نيولي دي: «مجاهدين وايي په پوستو کې يې ۳ ميله کلاشنکوفونه، ۲ توپانچې، ۱ مخابره او ګڼ نور مهمات د غنيمت په توګه ترلاسه کړي.»

دا په داسې حال کې دی چې په دې وروستیو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو پرمختګ افغان امنیتي ځواکونه اندېښمن کړي دي، دوی وايي چې طالبان له سیاسي ګډوډیو ګټه اخلي.

د چارو د شنونکو له قوله د طالبانو د پرمختګ علت پر سیاسي ګډوډۍ سربېره د ولس پراخ ملاتړ او د دولتي نظامي ځواکونو ترمنځ بې باورۍ يې هم لوی اسباب دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x