شعـــــرونه

په وطن مو نور د امن سپرلي راغلل/ حيدري

محمد اغا حيدري

په وطن مو نور د امن سپرلي راغلل
هم له جنګه نور اسونه نيلي راغلل

قدمو ته یې لېمې په ځمکه ږدمه
په دې لارو نازولي سړي راغلل

په جامو کې نه ځاییږمه خوښي ده
له اشنا سره خندیږمه خوښي ده

د ظالمو ظالم ورک شو په وطن کې
نور به دې ته نه کړیږمه خوښي ده

تابوتونه به دوکان کې نور وراسته شي
ماشومان به په خواږه خوب کې ویده شي

چې له تاسره وصال کې مې ژوندون وي
زما له زړه به ګلم ټول د بیلتانه شي

د وطن پیغلې ګودر کې خوشحالي کړي
د رڼو اوبو شیندل او هم مستي کړي

د عزت د لوټېد ویره یې نشته
مازدیګر کې په اوږو روان منګي کړي

د بارودو بوی مو ورک ده له هرکلي
ماشومان مو بیا په لوبو دي راغلي

په ویر ناسته د شهید بچي په یاد کې
د خوږې ښایسته مورکۍ غمونه تللي

ستا لپاره یې سرونه نذرانه کړل
په سره اورکې یې هډونه نذرانه کړل

قربانیو مو رنګ راوړلو وطنه
ازادۍ ته یې ځانونه نذارنه کړل

په شېبو شېبو ښایسته باران اوریږي
زما اوستا د وصال شپه باران اوریږي

په ګلونو باندې غوټې غوټې ښکاري
نور په موږ دې همېشه باران اوریږي

زما او ستا د خوشحالی به ښه اختر وي
په دې لاره د ژوندون به ښه سفر وي

خړې سترګې غمازان به راته ګوري
په خندا کې لاس په لاس به ښه چکر وي

په وطن مو خوشحالي ده ازادي ده
له اشغال نه خپلواکي ده ازادي ده

نوري یې مه پرېږدی واپس قدر یې وکړئ
میلمنه مو سوکالي ده ازادي ده

دنګه ونه حیدري! په خندا راغی
ترینه لاړل اسویلي په خندا راغی

ستا په یاد کې د خوښۍ غزلې وایی
ډیر خوشحاله نهایي په خندا راغی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x