شعـــــرونه

جادوګره شان وړتیا لري دا ځينې/ رحيمي

سعيد رحيمي

جادوګره شان وړتیا لري دا ځيني
خو بيا هم ژوند کې ستړیا لري دا ځيني

درنه هير به کړي غمونه او دردونه
څه خواږه شانتي مسکا لري دا ځيني

هيڅ به پوی نشې په ځان به دې مين کړي
ناروا غونتي آدا لري دا ځيني

نه اخلاق او نه ښکلا لري دا ځيني
خو بيا هم دومره دنیا لري دا ځيني

مخامخ به جار قربان کړي درته خاندي
تور نیتونه بيا تر شا لري دا ځيني

خوشالي غمونه دواړه خدای ته سپاري
عقیدہ څومره صفا لرې دا ځيني

دوی که لاړ شې وايې لوږې نه به مړه شو
پوخ ايمان په امريکا لري دا ځيني

نيم غزل يې د عالم له سپکې ډک وي
دومره کرکه له ملا لري دا ځيني

دا ښه نه کوي چې نورو پسې ګرځي
چې په خپل کور کې ليلا لري دا ځيني

دا چې هر يو خنډ يې خپله هواریږي
دا د مور او پلار دعا لري دا ځيني

په څلورو که دا يو نيم شُمار نه کړو
يوه لکۍ خو خامخا لري دا ځيني

غزل څه چې ایاتونه ترې خلاص نه دي
تنقيدونه به په تا لري دا ځيني

ويل سعید رحیمي څو ځايه مئين دی
دا تورونه اوس په ما لرې دا ځيني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x