تاریخي پيښي

 د امت څراغان؛ حضرت سيدنا زبير بن العوام رضی الله عنه

حبیب الرحمن محبُ الرسول

د نبوي باغچې یو بل خوشبوداره ګل، د اسلامي امت ویاړ، د محبوب صلی الله علیه وسلم خصوصي ساتونکی، د اسلامي بیرغ ساتونکی، د یرموک د غزاء فاتح حضرت سیدنا زبیر بن العوم رضی الله عنه د نبوت په اولو کلونو کې په اسلام مشرف شوی دی او د سابقون الاولون صحابه کرامو رضی الله عنهم اجمعین څخه دی.

حضرت سیدنا زبیر بن العوام رضی الله عنه د دواړو جهانو د سردار صلی الله علیه وسلم د عمه حضرت صفیه بنت عبد المطلب رضی الله عنها زوی، د ام المؤمنين حضرت خديجة الكبرى رضی الله عنها وراره، د حضرت اسماء بنت ابي بکر رضی الله عنها خاوند، د ام المؤمنين حضرت عائشه الصدیقه رضی الله عنها اخښی او د محبوب صلی الله علیه وسلم باجه دی او پر دغو ټولو نسبتونو سربیره په قصی بن کلاب کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نسب سره یو ځای کیږي.

حضرت زبیر بن العوام رضی الله عنه په ماشومتوب کې د خپل پلار د سیوري څخه محرومه سو او د خپلې مور حضرت صفیه رضی الله عنها او خپل اکا نوفل بن خویلد تر سرپرستۍ لاندې و.

حصرت سیدنا زبیر بن العوام رضی الله عنه د بلوغ حالت ته نه و رسیدلی چې په اسلام مشرف سو او د لومړنیو مؤمنانو په صف کې یې لوړه درجه وګټله، کله چې یې د حق دعوت قبول کړ نو د اکا شفقت یې په دښمنۍ او نفرت بدل سو دومره ظلم او ستم به یې ورباندې کاوه چې کله به یې د اور د سکروټو داغونه ورکړل او کله به یې په خوټیدلو اوبو کې لمباوه او ورته ویل به یې چې خپل پلرني دین ته راواوړه مګر دغه د حقې لارې رښتيني عاشق به جواب ورکاوه چې نه، زه به هیڅ کله بیا کافر نشم.

د نبوت په اولو وختونو کې یوه ورځ په مکه مکرمه کې اوازه سوه چې مشرکانو محبوب صلی الله علبه وسلم بندي کړی، یا یې شهید کړی دی، ددې خبر په اوریدلو د بنو اسد قبيلې يو شپاړس کلن زلمی په ډیره بیړه پداسې حال کې له کوره ووت چې توره یې د پوښه څخه ایستلې وه او د محبوب صلی الله علیه وسلم کور ته ورسیده، نو ویې لیدل چې د الله جل جلاله حبیب صلی الله علیه وسلم روغ رمټ په عافیت کښې ناست دی نو له حده زیات خوشحاله سو، محبوب صلی الله علیه وسلم چې دغه زلمى وليد نو د تبسم په ډکو شونډو یې ورته وفرمایل: وروره څه خبره ده چې پدې ټکنده غرمه کې لوڅه توره په لاس راغلې؟

زلمي عرض وکړ: یارسول الله! صلی الله علیه وسلم مور او پلار مې درنه ځار شه ما اوریدلي وه چې دښمنانو بندي کړی یا شهید کړی یې، محبوب صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: که چیرې داسې پیښه سوې وای تابه څه کړي وای؟

زلمي عرض وکړ: د مکې مشرکین قریش مې ټول وژل او قسم په الله جل جلاله چې زه به د مکې له خلکو سره تر هغه جنګیدلی وای ترڅو چې وژل شوی وای، ددې جواب په اوریدلو سره د محبوب صلی الله علیه وسلم په مبارکه څهره کې د خوښۍ نښې ولیدل سوې او د زلمي په سرښندنې یې شاباس ووایه او د خیر دعا یې ورته وکړل، یوازې هغه ته نه بلکې د هغه توري ته یې هم دعا وکړه چې دا د حق د ملاتړ لپاره له تیکي نه راوتلې لومړني توره ده.

د حق د شمعې دغه پتنګ د بنو اسد قبیلې زلمي حضرت زبیر بن العوام رضی الله عنه و.

کله چې پر مسلمانانو ظلمونه او کړاوونه زیات سول، تر زغم او حوصلې پورته شول نو حضرت زبیر رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اجازه حبشې ته هجرت وکړ هلته له څه وخت تیرولو نه وروسته بیا مکې ته راغی او په تجارت یې لاس پورې کړ.

کله چي محبوب صلی الله علیه وسلم پخپله مدینې منورې ته په هجرت روان و نو حضرت زبیر بن العوام رضی الله عنه د تجارتي قافلې سره مکې ته راتلو نو په لاره کې د محبوب صلی الله علیه وسلم او حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه سره مخامخ سو او هغوی ته یې سپین ټوکران د هدیې په ډول ورکړل او بیا د څه وخت څخه وروسته د خپلې مور صفیه رضی الله عنها او خپلې میرمنې حضرت اسماء رضی الله عنها په ملګرتیا پخپله هم مدینې ته مهاجر سول.

کله چې د اسلامي جهادونو لړۍ شروع شوه نو حضرت زبیر رضی الله عنه په هره جګړه کې په پوره میړانه او استقامت برخه اخیستله، تر دې پورې چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم به د هغه د زړور توب او سرښندنې ستاینه کوله او حضرت علی کرم الله وجهه به هغه ته اشجع العرب ویل یعنې په عربو کې ډیر باتوره.

د حق او باطل په لومړۍ غزاء بدر کې د حضرت زبیر رضی الله عنه تورې د دښمن لیکې تارمار کړې، پدغه ورځ د زبیر رضی الله عنه ژیړه لنګوته پر سر تړلې وه کله چې د محبوب صلی الله علیه وسلم سترګې ورباندې ولګیدلې نو ویې فرمایل: نن د مسلمانانو د مرستې لپاره د اسمانه پرښتې راغلي دي او هغوی هم ژړ رنګ لنګوټې تړلي دي.

د حضرت اسماء بنت ابوبکر رضی الله عنها څخه روایت دی چې د بدر د جنګ په وخت کې د مشرکانو يو پهلوان د یوې غونډۍ سر ته وخوت او په لوړ اواز یې چیغه کړه، څوک سته چې زما مقابلې ته راسي؟

په دې وخت کي د محبوب صلی الله علیه وسلم نظر پر حضرت زبیر رضی الله عنه باندې ولګید، چې نژدې ورته ناست و نو ورته ویې فرمايل: ایا ابن صفیه!  ( ولاړ سه او ددغه مشرك مقابلې ته ورسه).

زبیر بن العوام رضی الله عنه هم ور ولاړ سو او د مشرک مقابلي ته ورغلی،  مشرك هم خورا پهلوان سړی و، دواړو يو د بل د وژلو هڅه کوله، پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د دغو دواړو څخه چې هر یو مخکې د غونډۍ څخه لاندې وغورځیده، هغه به ووژل شي او بیا یې د حضرت زبیر رضی الله عنه په حق کې دعا وکړه، لږ وخت وروسته دواړه پداسې حال کې لاندې را وغورځیدل چې مشرك لاندې او حضرت زبیر رضی الله عنه پر سربیره و، حضرت زبیر رضی الله عنه پخپلې تورې سره د مشرك سر ورپریکړ  او د جهنم کندې ته یې واستاوه.

په همدغه غزاء کې د مشرکانو یو غټ پهلوان عبيده بن سعید بن عاص چې سر تر پایه په جنګي زغره کې پټ و او مسلمانان یې ډیر په تکلیف کړې وه نو زبیر رضی الله عنه د نېزې وار د هغه په سترګه باندې وکړ او هغه هم هلاك شو.

د احد په غزاء کې حضرت زبیر رضی الله عنه د هغو څوارلس صحابه کرامو څخه و چې د شروع څخه بیا تر پایه پورې یې د محبوب صلی الله علیه وسلم د حمایت لپاره ځانونه سپر کړي وه، پدې جګړه کې د مشرکانو بیرغ اخیستونکي طلحه بن ابي طلحه مسلمانانو ته د جنګ دعوت ورکړ، حضرت زبیر رضی الله عنه ور وړاندې سو او په تیزۍ سره یې ور ټوپ کړل او د هغه تر شا پر اوښ باندې سپور شو، بیایې هغه لاندې راوغورځاوه او پخپله توره سره یې حلال کړ، محبوب صلی الله علیه وسلم چې دغه په زړه پورې حمله ولیدله نو د حضرت زبیر رضی الله عنه ستاینه یې وکړه او ویې فرمایل: د هر پیغمبر لپاره يو حواري یعنې ملاتړی او ساتونکی وي زما ملاتړی او ساتونکی زبیر دی، که زبیر د هغه مقابلې ته نه وای وتلی زه به پخپله وروتلی وای.

د احزاب په سخته جګړه کې هم چې کله نوفل بن عبد الله بن مغیره مخزومي د مقابلې لپاره میدان ته راووت نو حضرت زبیر رضی الله عنه ور وړاندې سو او هغه یې پخپلې تورې سره دوه ټوتې کړ، د احزاب په غزا کې نبي کریم صلی الله علیه وسلم زبیر بن العوام رضی الله عنه ته په شاباسي او تحسین کې وفرمایل: (فداك أبي وأمی ) یعنې زما مور او پلار دې درنه ځار سي.

حضرت زبیر رضی الله عنه په بیعت رضوان کې هم برخوال و هغه چې الله جل جلاله د خپلې رضاء اعلان ورته کړی دی.

د خيبر په جنګ کې هم زبیر رضی الله عنه ډېره میړانه وښودله هلته مرحب پهلوان د حضرت علی کرم الله وجهه په لاس او د هغه ورور یاسر چې په پهلوانۍ کې تر هغه کم نه و، د حضرت زبیر رضی الله عنه په لاس ووژل شو.

د مکې د فتح په کال کې د لس زره کسیز اسلامي لښکر په مینځ کې دا امتیاز حضرت زبیر رضی الله عنه ته ورپه برخه شو چې هغه ته نبوي مبارك بیرغ د رسول الله صلی الله علیه وسلم لخوا ورکړل شو.

د مکې د فتحې څخه وروسته د حنين طائف او تبوك په جنګونو کې هم برخوال او بيا په حجة الوداع کې هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ملګری و.

د سرور کائنات صلی الله علیه وسلم د رحلت څخه وروسته حضرت زبیر رضی الله عنه د شام او مصر په جنګونو او نورو معرکو کې پوره میړانه ښودلې ده.

د یرموک په تاریخي جنګ کې د کفارو شمیر د مسلمانانو د لښکر د شمیر څخه څو چنده زیات و ( رومیان تقریبا اووه لکه ۷۰۰۰۰۰ نفره وه او مسلمانان تقریبا دولس زره یا پنځه ویشت زره ۲۵۰۰۰ نفره وه)

نو حضرت زبیر بن العوام رضی الله عنه د کفارو د لښکر د ډیروالي د وېرې د ختمولو او د کفارو په زړونو کې د مسلمانانو د رعب او هیبت د اچولو لپاره د کفارو پر لښکر د شلو نفرو فدایانو سره یو ځای حمله وکړه، تر دې چې شل نفره فدایان ټول شهیدان شول او زبیر رضی الله عنه له کفارو سره په جنګ و، تر څو د کفارو د دغه لوی لښکر تر صفو ووت او د لښکر شاته د ښځو خیمو ته ورسید او بېرته د هغې خوا څخه د کفارو په لښکر ګډ سو او هرې خواته یې وهل او حملې کولې، تر څو د مسلمانانو لښکر ته راورسید او پر بدن یې ډیر د تورو او نیزو ګزارونه خوړلي وه او په بدن کي یې یو ډیر غټ زخم و چې تر جوړیدلو وروسته هغه ځای د یو غټ غار غوندې په بدن کې پاته سو، کله چې به صحابه کرامو رضی الله عنهم دغه زخم ولید نو د یرموک ورځ به یې راپه یاد شوه.

په پای کښې د حضرت علی کرم الله وجهه د خلافت په دور کې د عمرو بن جرموز لخوا د ماسپښین په لمانځه کې د سجدې په حال کې شهید کړل شو او ابن جرموز د حضرت زبیر رضی الله عنه زغره، توره او پرې کړی سر د انعام په تمه د حضرت علي رضی الله عنه په مخ کي کښیښودل، حضرت علي کرم الله وجهه چې توري ته وکتل نو ویې ویل: دغې تورې ډیر ځله د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مخې څخه دښمنان تارمار کړیدي، ای د ابن صفیه قاتله! تاته دې د جهنم زیری وي.

په دې توګه د اسلامي امت دغه ځلانده ستوری راپریووت.

رضی الله عنهم ورضوا عنه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x