افغانستان

لطف الله مشعل په کابل کې له یوه بریده روغ وتلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ غوايي، ۱۴۰۰ل): د لغمان پخوانی والي او کورنیو چارو وزارت پخوانی ویاند لطف الله مشعل په کابل کې له یوه وسلوال برید څخه روغ وتلی دی.

نوموړي نن د دوشنبې په ورځ پر خپل ټویټر لیکلي چې د خپل کور مخته د یوه وسلوال برید سره مخ شو چې په ترڅ کې یې سرسري ټپي شوی دی.

نوموړي ددغه برید مسؤولیت د کورنیو چارو پر سرپرست وزیر حیات الله حیات ته شخصا منسوب کړی دی.

مشعل لیکلي:

الحمد لله، از حمله مسلحانه افراد مربوط به حیات الله حیات وزیر داخله در پیشروی خانه ام، جان به سلامت بردم‼
جراحت های سطحی برداشتیم که قابل نگرانی نیست.
جزئیات حمله بعدا…

باید وویل شي چې لطف الله مشعل څه موده مخکې هم د خپل ټویټر له لاري اعلان کړی وو چې ژوند ته یې د کابل د حکومتي کړیو لخوا ګواښ متوجی دی.

مشعل چې د حامد کرزي په وخت کې د کورنیو او ملي امنیت ویاند تیر شوی، په دې وروستیو کلونو کې د اشرف غني د حکومت د سختو متنقدینو څخه دی، د سولې، جګړې او حکومتدارۍ په موضوعاتو کې پر حکومت باندي د ټولنیزو پاڼو له لاري شدید انتقادونه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نعیم

خیرخیریت دی. دا ځوان اوس په دې ډول ځان مطرح کوي. اوس که غواړي چي ډرامه یې کامیابه سي باید په خپله خوله کي توفنګچه ونیسي او پر خپل باړخو دي د خولې د دنني خوا څخه ټک وکړي بیا دي نو سیلفي واخلي او په فیس بوک کي یې خپره کړي. ګوندي د یو چا زړه ته یې درواغ ورتیر سي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x