افغانستان

د امریکا سفیر: د مطبوعاتو پرمختګ او ژورنالیستانو پر روزنې مو ۱۵۰ ملیونه ډالر مصرف کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ غوايي، ۱۴۰۰ل): په کابل کې د امریکا ځای ناستې سفیر (شارزدافیر) روس ویلسن ویلي چې امریکا په افغانستان کې د کال ۲۰۰۱ راهیسي د ژورنالیستانو د روزنې او همداسي د افغاني رسنیو د پرمختګ په برخه کې ۱۵۰ ملیونه ډالر مصرف کړي دي.

نوموړي د مطبوعاتو د ازادۍ ورځې په مناسبت ټویټونه کړي دي او ویلي يې دي، د تیري جنوري میاشتې څخه چې کابل ته راغلی دی، د افغان ژورنالیستانو سره یې څنګ پر څنګ کار کړی دی او په وینا یې هغوی ډیر تیز، با استعداده او وړ کسان دي. مهم حقایق را برسېره کوي او تنقیدي پوښتنې کوي.
د سفیر په وینا د افغانستان ژورنالیستان خپل د هیواد مسؤولینو سره محاسبه کوي او هیوادوال په حقایقو خبروي.

نوموړي په خپل ټویټ کې ویلي، پر افغانانو غږ کوي چې د تیرو شلو کلونو لاسته راوړنو څخه په ځانګړي ډول د رسنیو په برخه کې لاسته راوړنو ساتنه وکړي.

بلخوا په همدې مناسبت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو، امریکا، اسټرالیا، کاناډا، ډانمارک، اورپايي ټولنې، فنلنډ، فرانسه، جرمني، اټلي، نیدرلینډ، ناروې، سویډن، او برتانیې له لوري په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي چې د مطبوعاتو په برخه کې پرمختګ د تیرو شلو کلونو یو له لویو راسته راوړنو څخه ده، او ټینګار یې کړی چې دوی به د افغانستان د دوست هیوادونو او ملګرو په حیث د ژورنالیستانو او مطبوعاتو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي، ددوی حقوق به خوندي کوي او پر وړاندي به یې خنډونه لیري کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

نن سبا اکثر جنګ ته لمن وهل همدا امریکان کوی. د سفیر د خبرو په اساس دا ثابته کیږی چی خبرنګاران ټول د دوی خلک ول او دوی په پیسو اخیستی وه. تر ډیره ځایه حقیقت هم همداسی دی. د درواغو خپرول، مزخرف تلویزیونی چیلنونه، حتی په یتوب کی د انترنت لخوا زه ډیری غلط اخبار وینم. څو ورځی مخکی می ولیدل چی انفوجرنال وویل چی استاد سیاف مړ شوی، کریم خلیلی په بد حالت کی بګرام کی بستری دی داسی نور. خلاصه اخبار، راډیو، تلویزیون او خبرنګاران د یو ملک په سیاسی، اجتماعی او جنګی حالت کی مهم رول… نور لوستل »

احمدشاه

ایا دسی امکانات یی نشته چه دوی دغه خپلی لاسته راوړنی، یعنی دغه اکثره د الله د دین بی خبره غرب زپلې او ایرانی ژبی
ژورنالیستان د دوی له خپل زانه سره بوزې! په دغه کار به هم دوی ته ګته وې او مسارف به یې بیجایه نوی، او هم به بیچاره افغان ولس له دوی له شره خلاص شۍ

دکتور مجاهد

یوآخنی ځل دی چه د امریکا سفیر کیدی شی څه ناڅه رشتیا یلی وی ، د دوی لویه لاسته راوړنه دروغ، غلا او درغلنی دی او دا د میدیا په مټ ترسره کوی له سپینه تور او له توره سپین جوړوی تدغه د مطبوعاتو او ژورنالستانو په واسطه ترسره کوی هر ژورنالست او هر مرکچی ته چه کله خبری کوی لیکنی او تبصری لیکی کمیشن ورکوی

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x