دیني، سیرت او تاریخ

ایا یوسف عليه السلام زلیخا بي بي په نکاح کړه؟!

جواب: محمد ناصر منصور

حضرت یوسف علیه السلام چې کله د مصر بادشاه ته ورغی، نو د مصر عزیز د زلیخا سره د پېښېدونکې واقعې له صفایي څخه وروسته شاه مصر دۀ لره په خپلو خواصو کې مقام ورکړ او بیا د عزیز له وفات څخه وروسته حضرت یوسف علیه السلام د هغه په منصب باندې فائز او مقرر شو.
او کومه ښځه چې مفسرینو یې نوم زلیخا ښودلې ده له یوسف علیه السلام سره نکاح وکړه، چونکه عزیز مصر نامرده وو، نو له همدې امله زلیخا تر همدې وخته پورې باکره پاتې وه او بیا له زلیخا څخه د حضرت یوسف علیه السلام درې بچي پیدا شول چې نومونه یې دا دي:
ـ افزائم.
ـ میشا.
ـ رحمت.
ــــــــــــــــــ
قال البغوي رحمه الله: عن اسحاق قالوا: ثم ان قطفیر ای عزیز مصر هلک فی تلک اللیالی فزوج الملک لیوسف راعیل امرأة قطفیر فلمّا دخل علیها قال الیس هذا خیرا ما کنت تریدین منّی؟!
قالت: ان العزیز کان لا یأتی النساء، فقرّب منها یوسف فوجدها عذراء.
معالم التنزیل (۲/۴۳۳).

قال القرطبی رحمه الله: ثم مات قطفير ای عزیز مصر فزوجه الولید بزوجة قطفیر راعیل فدخل بها یوسف فوجدها عذراء و ولدت له ولدین الخ
احکام القرآن (۵/۲۱۸)
تفسير ابن کثیر (۲/۴۸۲)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

خو عزیز التفاسير (۶/۳۰۲/۳۰۳) بیا بل څه وایي:
دا خبره ثابته ده چې یوسف عليه السلام کور ودان کړی وو او دوه بچي یې هم وو چې:
ـ افراثیم بن یوسف علیه السلام چې د یوشع علیه السلام پلار وو.
ـ میشا بن یوسف علیه السلام چې د ایوب علیه السلام د مېرمنې (رحمة) پلار وو.
اما دا خبره نه ده ثابته چې ذکر شوي اولادونه د زلیخا څخه وو کله چې کونډه شوه او بیا یوسف علیه السلام په نکاح کړه.
په دې هکله په تفاسیرو کې ډېري قيصې لیکل شوي دي چې په یوه باندې هم اعتماد نه دی پکار او نه پکې مهم مطلب شته.
المحرر الوجیز (۹/۳۲۶)

نو په دې کې سکوت پکار دی چې یوسف عليه السلام د کوم حکومتي مشر لور په نکاح واخیستله.
تفسیر القاسمي (۹/۲۴۲).
یا یې په کونډه زلیخا باندې نکاح وتړله او یا یې دواړه په نکاح کړې.
والله اعلم
ـــــــــــــــــــــــــــ
خو تحقیقي خبره دا ده چې یوسف علیه السلام د زلیخا بي بي سره نکاح کړې ده او الله تعالی دوه بچیان هم ترې ورکړل چې نومونه یې پورته ذکر شول.
و من الله توفيق

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبید

دومره مهمه خبره هم نده. چی تاته شکاری. دا چی واده یی کری د چا سره یی کری ولی یی کری. نن وخت د مسلمانانو په وضعیت سه تاثیرات لرلی شی. لدی زیات مهم مسایل دی چی بحث ته ضرورت لری.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x