دیني، سیرت او تاریخ

د روژې دريمه لسيزه او څلور ارزښتناک اعمال

م. بسم الله حيدري

څرنګه چې د روژې مياشت په ډيرو فضايلو او برکاتو مالامال ده، خصوصاً دریمه لسيزه ډيره د قدر وړ او ارزښتناکه ځکه ده چې د قدر شپې احتمالات او روايات پکې پرېمانه او زيات راغلي دي، نو بناﺀ په همدې دريمه لسيزه کې دا څلوراعمال ډېر ارزښتناک بلل کیږي.

دغه اعمال بايد په همدغو شپو کې هره شپه ترسره شي، ګوندې الله مو په لاندينيو سترو انعاماتو باندې ونازوي.

١.حضرت کعب الأحبار رضي الله  عنه فرمایي چې څوک د قدر په شپه له زړه نه درې ځلې لااله الاالله ووايي؛ الله جل جلاله درې انعامات په بدل کې ورکوي.

په اول ځل ويونکي ته ټول واړه ګناهونه معاف کوي.
په دوهم ځل د جهنم څخه نجات ورکوي.
په دريم ځل د جنت لايق او مستحق ګرځي.

٢.حضرت علي کرم الله وجهه فرمايي چې څوک د قدر په شپه ٧ ځلې انا انزلنه فى ليلة القدر يعنې سورة القدر ووايي، په جايزه کې الله جل جلاله دوه انعامات ورکوي.

الله جل جلاله له هر مصيبت نه امان ورته نصيب کوي.

او اويا زره ملايکې ورته د جنت دعاګانې کوي.

٣.حضرت عبدالله ابن عباس رضي الله عنهما وايي چې رسول اکرم صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي.

څوک چې د قدر په شپه کې دوه رکعته لمونځ په داسې ډول وکړي چې په هر رکعت کې له يو ځل سورت فاتحې ويلو نه وروسته ٧ ځلې سورة اخلاص ووايي او د سلام ګرځولو نه وروسته (٧٠) ځلې استغفرالله واتوب اليه ووايي.
الله جل جلاله ورته په بدل کې دا ستره بدله ورکوي چې دا لمونځ کوونکى لا له خپلې مصلې نه وي جګ شوى چې نوموړي ته مور او پلار ته يې بخښنه او مغفرت نصيب شي.

٤.چې څوک د قدر په شپه څلور رکعته لمونځ په داسې ترتيب سره اداء کړي چې په هر رکعت کې له يو ځل فاتحې ويلو وروسته الهكم التكاثر يعنى سورت تکاثر ووايي.

ورپسې درې ځلې سورة اخلاص ووايي، الله جل جلاله په مقابل کې ورنه دوه سترې سختۍ  پورته کوي.

د مرګ سختۍ ورته اسانه شي.
او د قبر له عذاب نه نجات ورته نصيب شي.

مأخذونه! درة الناصحين، نزهة المجالس، تحفة الصيام صفحه ٤١،٤٢

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x