شعـــــرونه

مقدس عشق/ حامد سعادت

حامد سعادت

دلته چوپ اوسېږه دغه ځای ددې کېسو نۀ ده
مینه یې زما او ستا په ما او تا پېرزو نۀ ده

پاس د اسمان غېږ کې د سپوږمۍ پر نازنین جبین
لیک که شي تاریخ د افغان حق د جوړیدو نۀ ده؟!

چا چې کړې د تن په وینو بلې د اسلام ډیوې
هغه مبارک جسد خو هيڅ د رژېدو نه ده

وینه به توېږي او ګناوې به پرې هم کېږي
ځکه ځمکه ځای د مقربو فرېښتو نۀ ده

پلوري چې د څو روپو عوض کې د خپل ځان عزت
ووایه هغه سړی په دار د ځړېدو نۀ ده؟!

سر او مال یې ټول د دین ولس په ننګ قربان کړلو
وياړ د زمانې ملا عمر د هیرېدو نۀ ده

ښکل یې کړه، په غېږه کې یې کلک درسره ونیسه
پام پرې کوه ګوره، ګل په ملا د ماتېدو نۀ ده

ستا د مقدس عشق په تور که شي تورن، تورن
ستا حامد په هېڅ صورت لۀ تا د تیرېدو نۀ ده

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x