افغانستان

بلينکن: د ځواکونو له ويستلو وروسته به هم له افغانستان سره ډيپلوماټيکو اړيکو ته دوام ورکوو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ غوايي، ۱۴۰۰ل): د امریکا متحده ایالتونو د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن ويلي، له افغانستانه د امريکايي ځواکونو خوندي وتلو لپاره يې هڅې پيل کړي او د ځواکونو له ویستلو وروسته به هم له افغانستان سره ډيپلوماټيکو اړيکو ته دوام ورکړي.

انټوني بلينکن په لندن کې د اوو سترو صنعتي دولتونو د ناستې په څنډه کې له خپل برتانوي سيال ډومينيک راب سره ګډې خبرغونډې ته د وينا پر مهال وويل، د ځواکونو ویستل په دې معنا نه دي، چې امريکا به له افغانستان سره خپلې اړيکې پرې کړي.

نوموړي ټينګار وکړ، چې هېواد به يې له افغانستان سره خپلو ډيپلوماټيکو اړيکو ته دوام ورکړي، تر څو د طالبانو، حکومت او نورو سياسي جهتونو تر منځ د سولې روانې خبرې بریالۍ شي.

انټوني بلينکن دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په دوحه کې د طالبانو له استازو سره تر ليدو وروسته د يکشنبې په ورځ ازبکستان او ورپسې کابل ته راغلی او دلته يې د کابل حکومت له مشر اشرف غني، د پخلاينې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله او نورو چارواکو سره ليدلي او دواړو مشرانو سره يې د سولې روان بهیر کې د نوو پرمختګونو په اړه خبرې کړي دي.

اشرف غني زلمي خليلزاد ته ويلي، چې د سولې بهير بايد له ځمکنيو حقایقو سره يو شان روان وي او د ځواکونو له وتلو وروسته به د امريکا او افغانستان تر منځ د اړيکو نوی باب پرانيستل شي.

د پخلاينې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ويلي، چې د امريکا له ځانګړي استازي سره يې د سولې بهیر او وروستيو سياسي او پوځي پرمختګونو په اړه خبرې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

کمزوری که دروغ ، غلا او درغلی کوی ډیر بد نه شکاری مجبوره دی مګر زوراور چه دروغ، غلا او درغلی کوی ډیر کمزوری اوډیر خبیث ښکاری امریکایان سهار یوه ، غرمه بله او ماشام بله خبره کوی یوه ته ویل شوی داسی ووایه چه د بل د خبرو سره تناقض لری تر څو عامه اذهان مغشوش او د دوی د راتلونکو استعماری کړنو د هیوادوالو او نړیوال مخه بلی خواته واړوی همدغه دروغجن بلینکن پرون وویل چه موږ له افغانستانه پوره نه ووځو د څار اداری به مو پاتی وی مګر نن هغی ته د دیپلوماتیکو اړیکو نوم ورکوی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x