افغانستان

هلمند: طالبانو په تېرو دوو ورځو کې حکومت له پراخې سیمې په شا کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ غوايي، ۱۴۰۰ل): د هلمند ولایت په بېلابېلو سیمو کې له تېرو دوو ورځو راپدېخوا د طالبانو او حکومت تر منځ درنه جګړه روانه وه، چې له امله یې حکومت له پراخو سیمو په شاتګ کړی او ګڼ شمېر عسکر یې وژل شوي.

د طالبانو ویاند «قاري یوسف احمدي»‌ وایي، چې‌ په تېرو دوو ورځو کې د هلمند ولایت په ناوه ولسوالۍ او بېلابېلو سیمو کې پر حکومتي مرکزونو پراخ بریدونه ترسره شوي، چې دده په خبره، په پایله کې یې د موسی کلا، خانشين، او دیشو ولسوالیو د انتقالي مرکزونو د نیول کېدو تر څنګ ۲۲ پوستې، ۲ ماموریتونه او ۱ قرارګاه هم نیول شوي‌ دي.

احمدي وړاندې زیاته کړې، چې په دې جګړه کې د حکومت د قومندانانو په ګډون اته ویشت عسکر وژل شوي‌ او په ګڼ شمېر کې مهمات د طالبانو لاس ته ورغلي.

د احمدي‌ په خبره، د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې هم پر دولتي مرکزونو بریدونه شوي، چې له امله یې حکومت ۱۳ پوستې. تخلیه کړې او د ۳ پوستو ۲۶ تنه عسکر له ۴۴ میله وسلو سره تسلیم شوي‌ دي.

                                                        تسلیم شوي عسکر
                                                                  نیول شوې وسلې
                                                               نیول شوې وسلې
                                                             تسلیم شوي‌عسکر

بل لور ته د حکومت دفاع وزارت بیا ادعا کوي‌ چې د هلمند په ګرمسیر، نهر سراج او ناوه ولسوالیو کې یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د‌ طالبانو په وړاندې مقاومت کړی او د ۱۰۶ تنو طالبانو د وژل کېدو تر څنګ یې د هغوی ګڼ شمېر وسلې هم له منځه وړې دي.

په هلمند ولایت کې د طالبانو پرمختګونه داسې مهال دي، چې په زابل او غزني ولایتونو کې هم حکومتي‌ ځواکونه په محاصره حالت کې دي‌ او د دواړو ولایتونو د سقوط وړاندوینې شوې دي.

ولسي‌ جرګې‌ په هیواد کې د وروستي امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او د ورته حالت د دوام‌ په صورت کې یې د ځینو ولایتونو د سقوط وړاندوینه یې کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګوم نام

په کافی اندازه # هم مردار شوی غم یی مه کوی

محمد نعیم

داسي ښکاري چي هغه وخت راغلی چي په نظام کي موجود هغه خلګ چي صلحه غواړي پر غنو بدمعاش او دده پر اوباشانو ږغ وکړي چي په صلحیزه توګه موقت حکومت ته میدان پریږدي چي د نه منل کیدو په صورت کي دي صلحه خوښه د پارلمان او مشرانو جرګې غړي، جګپوړي مامورین او ولسي استازي کابل پریږدي او د طالبانو په شمول صلحه خوښه ولسي رهبران یو انتقالي اداره د کابل څخه بهر رامنځته کړي او د نوي دولتي ادارې بنسټ کښیږدي او د کابل ادارې واک د دې د ارګ او یو څو وزارتونو پوري ورمحدود کړي. دا… نور لوستل »

طوطی

پښتانه خو تاسو ظالمانو ټول تباه کړل حکومت خو بیا هم یو څه د عمرانی او آبادی کارونه کوی طالب ### به څه وکړی. دا وطن ته په ملا جوړه وې چی ټول عمر یی لاسونه خلکو ته اوږد کړی اسقاط خواره او خیرات خورو باندی؟ په بیسوادو حکومتداری نکیږی لږ دی عقل پکار واچوه دا در په دره اولس مجربو تحصیل کرده اشخاصو ته ضرورت لری. په میلیونونو کسان خارج کی مهاجر دی ټول کورونو ته ضرورت لری، لوږه، قحطی، ویجاړ وطن او اقتصاد دا په چا جوړه وې د مدرسو په طالبانو؟ بیا هماغه خرک د امارت د… نور لوستل »

طاهر ثابت

له وطن نه دباندی ډیر باتجربه کسان پراته دی چه هغه به دمزدورانو ځای ونیسی. طوطی خانه اسقاط شریعی خیرات دی. تاته دکفر خیرات ښه ښکاری او شریعی بد؟ لیږ خو فکر کوه. که نه دا څلویښت کاله جنګ په شریعت دی او افغانانو تقویه کړی. ستا له خیره بیزار نور شر افغانانو ته مه رسوه. که ښه ده که بد دغه طالب به منو ترڅو داستعمار نه خلاص سو.

مولوي نجیب الله زاهد

د شرم ځای دی چې یوبل وژنو دغه ورور وژنه نوره ودروئ.

الحاج استاذ بیانزی

نصر من الله و فتح القریب ، دا له اوله د الله ج نصرت وو او اوس هم هغه لړی روانه ده که امریکایی سوپر پاور چه ټوله نړی یی تر شا ولاړه وه الله ج د مجاهدینو سره نصرت کوی نو د غلام غنی د کمزوری او شړیدلی غلامی اداری په اړه به ولی نصرت ورسره نه کوی مګر هغه چه د مجاهدینو مشرانو او کشرانو ایمان کمزوری او لا د پرونو جهادی رهبرانو په شان په بیه رانیول شی یعنی د نفس مقابل جهاد کی مات شی

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x