نظــر

نړۍ موږ ته اړه ده که موږ نړۍ ته؟

سردار نجیب الله (امین)

نړۍ موږ ته اړه ده که موږ نړۍ ته؟
دا یوه داسې اړینه او پر ځای پوښتنه ده، چې هر افغان یې باید له ځان څخه وکړي او بیا معقول ځواب ورته ولټوي.

زه خو وایم چې نړۍ موږ ته اړه ده،  نه موږ نړۍ ته! ځکه چې موږ (افغانان) په ټوله نړۍ کې بډای او ثروتمن خلک یو.

موږ چې څومره پانګه (سرمایه) لرو،  د نړۍ هېڅ هېواد یې هم نه لري.

مګر افسوس! چې د سیند پر غاړه اوسیږو، خو له تندې مرو.

هو! یوه خبره شته او هغه دا چې:
موږ هر څه لرو، خو د سر سړي نه لرو، موږ اوس هغې رمې ته ورته شوي یو، چې چوپان یې نه وي او دوی یوې – بلې خواته لالهانده منډې وهي؛ نو ځکه خو په هر کنډو کې (لېوانو څه چې) شغالانو او ګیدړانو هم لا خوړلې، یا داړلې وي.

راځئ چې لږ له خپلې بډې او پانګې ځانونه خبر کړو:

۱- د دوو ترېلیونو(2 × 10¹²) ډالرو په ارزښت سره معدني کاڼي (لکه لیتیون، اورانیوم، الماس ، مس، زمرود، لاجورد، طلا و غیره…) او تېل لرو.

۲- د یوه ترېلیون (10¹²) ډالرو په ارزښت سره ګاز لرو.

۳- باختري ګنجینه! دا دومره ارزښت ناکه سرمایه ده، چې په تېرو (۱۳) کالونو کې یې یوازې د لیدنې د ټيکټونو پیسې دری سوه ( 300 × 10⁶) میلیونه افغانۍ او څلور لکه (4⁵) ډالر شوي دي؛ نور یې اصلي ارزښت تاسو اټکل کړئ!

۴- پراخه دښتې او تر بسه خوږې اوبه لرو، نفوس مو نسبت جغرافیا ته څو برابره لږ (کم) دی.

۵- زړور، توریالي، بهادر او نه ماتېدونکي جنګي ځوانان لرو (چې دغه خصوصیات یې  ټولې نړۍ منلي دي !)

۶- جغرافیایي جوړښت مو داسې دی؛ چې دلته هر نړیوال قوت په آسانۍ  سره په ګونډو کولای شو، ځکه چې غرنۍ سیمې مو د هر یرغل لپاره کږلېچي لري او هر یو یې فوق العاده سنګر دی؛ دلته اتومي وسلې هم سم کار نشي کولای! ځکه چې د زراتو حرکت ته یې د دنګو څوکو سدونه او موانع پراته دي.

پنځه مشهورې حوزې لرو:
ا: د هلمند حوزه.
ب: د آمو حوزه.
ج:  د کابل حوزه.
د:  د شمال حوزه.
ه:  د هریرود یا مرغاب حوزه.
چې په پاسنیو پنځو حوزو کې یوازې د شمال حوزې اوبه زموږ په خپله خاوره کې بهیږي، د نورو ټولو حوزو اوبه مو (چې د کال پنځوس میلیارده متر مکعبې کیږي او د سلنې په حساب ۶۹% دي) ګاونډیان خوشې تشې رانه لګوي؛ یعنې یوازې ۳۱% موږ پخپله مصرفوو، پاتې ۶۹% رانه پردۍ شوې دي.

که چېرې موږ خپلې اوبه (چې مسلم حق مو دی) سمې مدیریت کړو، په میلیونونو بې روزګاره وروڼه به مو په مرزونو کې (د ګاونډیو) له تحقیر، تعذیب او سپکاوي څخه خلاص او په خپلو کورونو کې د با عزته ژوند خاوندان شي.
که چېرې موږ له دغه بدمرغه درانه خوب څخه لږ را ویښ غوندې شو او د خپلو قدرتي زېرمو ارزښت ته ځير شو او قیمت یې (چې دری ترېلیونه { 3 × 10¹²} [۳۰۰۰،۰۰۰۰۰۰۰۰۰] ډالره او یا دری زره میلیارده ډالره اټکل شوی) تر خپلو منځونو په عادلانه او مساویانه توګه، په خپل تخمیني نفوس (چې پنځه دېرش مېلیونه نران او ښځې کیږي) و وېشو؛  هر فرد ته مو ( ۸۵۷۱۴.۲۸۵۷ پنځه اتیا زره اووه سوه څورلس اعشاریه آته ویشت اووه پنځوس) ډالره سهم رسیږي.

اګر که (د ځینو تحقیقاتو له مخې) یوازې لیتیوم (چې یو مهم فلز دی او په سټلایټونو،  کمپیوټرونو، ډرون الوتکو او مبائیلونو کې کاریږي) دری تریلیونه ډالره اټکل شوی او نیویارک ټایمز ورځپاڼې دغه معدن د سعودي عربستان د تېلو له ذخائرو سره مساوي بللی دی!

نو اوس پوه شوئ! چې پر موږ د وږیو ښامارانو پرله پسې بریدونه؛ دا پر موږ نه، بلکې زموږ پر خزانو دي؟

نو څو چې دغه خزانې او بډه پر ځای مصرف نه کړو، زموږ په ګران هېواد کې به جګړې همداسې روانې وي او خپلې جنازې به مو په خپلو لاسونو (د شهیدانو او مردارو په نوم) خاورو ته سپارو او فتواوې به یې هم موږ په خپله ورکوو، چې سبا به یې د کونډو او یتیمانو کفالت هم زموږ پر غاړو وي.

مګر هو! یوه لاره لرو! او هغه دا چې؛ الله راکړی نعمت، نعمت وګڼو او پر ځای ګټه ترې واخلو، خو د دغه کار لپاره لاندې مادې اړینې دي:
۱- ریښتینې سوله او پرته له شرائطو څخه یو بل سره بښل او منل.
۲- پرته له سمتي، نژادي او مذهبي تعصبونو څخه له مینې ډک اتحاد.
۳- د راتلونکي درانه بار د پاره (سر له اوسه) د کدرونو روزل او بیا همغوی ته د واګو سپارل دي؛ چې دغه کار کولای شي زموږ ټپونه درمل کړي او په ګران ټاټوبي کې مو د وروڼو تر منځ د وینو بهېدل ختم او د پردیو زینارونه مو له غاړو لیرې کړي ان شاءالله.

نوټ: یو میلیون لس لکه کیږي ، یو میلیارد زر میلیونه او یو ترېلیون بیا زر میلیاردو ته ویل کيږي،  دا بیا ضرب د دریو کړئ او دری زره میلیارده ډالر افغانیو ته واړوئ؛  بیا نو ورته کېنئ او حساب یې کړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

الله دې په خوله برکت کړه.

الحاج استاذ بیانزی

امین صاحب ، ستاسی لیکنه د قدر وړ ځکه ده چه موږ ډیر څه لرو نړی موږ ته اړه ده ځکه خو تل د اشغالو سچه ره مخ یو چه زموږ د زمکی لاندی او بدندی زیرمی لوټ کړی او دا هله کولای شی چه غلامی اداری په موږ وتپی او د هغوی په مت د اشغال په نه شتون کی هم زموږ زیرمی په لمړی، دوهم او دریم لاسو لوت او تالان شی. او ….. د منلو وړ مګر څه چه د منلو وړ نه دی هغه دا چه : تاسی لیکلی چه موږ مشر نه لرو ، که… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ

نجیب الله وروره دسردارۍ لقب دځانه لیری که موږبربادکړی سردارانویوچه دانګریزانوپه هدایت یی دتعلیمه واچولو-دغه هستی چه ملک دی تعلیم یافته نسی اوفوجی فوق العاده قوت اوایمان ونلری نه سی هزمولای زموږ مسلمانانوځوانانوموږله روسی اوناټوسړی خوروتقریباً ژغورلی یواوس چه په چاکی څونه عقل وی بایددملک پرتعلیم یی خرڅ کی بیله تعلیمه هیڅ شۍ زموږنه دۍ داخلی کفاداهرڅه وخارجی کفاروته ورکول غواړی دیو لږهوس په مقابل کی .په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x