افغانستانسولې اړوند خبرونه

غني: د بهرنیانو تر وتلو وروسته به پریکړې حکومت کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ غوايي، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې د امریکا او ناټو له پریکړې سره سم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او ښایي د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې په بشپړ ډول له افغانستانه ووځي؛ اشرف غني‌ وايي، د بهرنیو پوځیانو تر وتلو وروسته به د پریکړو واک حکومت په لاس کې واخلي.

غني د معارف د ورځې‌ په مناسبت په ارګ کې یوې ناستې ته د وینا په مهال ادعا وکړه، چې د بهرنیانو وتلو ته یې زمینه برابره کړې او کله چې هغوی له افغانستانه ووځي،‌ نو پریکړې به د «حکومت او ملت» ته پاتې شي.

نوموړي د طالبانو په وړاندې جګړې ته چمتووالی څرګند کړاو له قوله یې، که طالبان سولې ته اماده نه وي، ولس تیار دی په وړاندې یې وجنګېږي.

دده په خبره «که څوک د بل چا په امر دغې خاوره کې بربادي جوړوي نو دا ولس به یې پر وړاندې ودرېږي.»

غني‌ ددې تر څنګ د هیواد په ۲۱ ولایتونو کې د لسګونو ښوونځیو د جوړولو ژمنه وکړه او په خبره یې، په سیمه کې د افغانستان د وضعیت په اړه فکر بدلون موندلی او د سیمې پراختیا له افغانستان سره غوټه شوې.

د غني‌ له لوري‌ پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې امریکا او ناټو له افغانستانه د پوځيانو د ایستلو پروسه پیل کړې او ښایي د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې وړاندې بشپړه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

غنی دومره بې سترګو او بېشرمه دی چې د دې خبرې ادعا کوي چې دبهرنیانو وتلو ته دوی زمینه برابره کړي . او هغه کوم عذر او زاری او د امریکایانو پښو کې رغښتل چې ده ورته وکړل چې خیر تاسو مه ځی هغه خو ټولو ولیدل. یاد ساتئ چې څه وخت ورسته به بیا ځینې بې منطقه خلک وایې چې امریکا او ناټو خو غنی وایستله که نه په زور خو ندي وتلي دا افتخار به هم غنی ته راجع کوي لکه د روسانو وتل یې چې نجیب ته منسوبوي .

الحاج استاذ بیانزی

پریکړی به حکومت کوی مګر خپلواک اسلامی حکومت نه د غلام غنی غلامه اداره موږ پخوا لا یوه لکینه کی خرزی د خرمل او غلام غویی د نجیب ګاو د برخه لیک سره مخ کیږی هغه وخت دی د هغنی حکومت به د ربانی سیار او تبیعید کی حکومت وی چه یو جمهور ریس او یو به یی ملګرو ملتو کی نماینده وی او هغه هم که غنی زوندی وی او ځړول شوی نه وی . نجیب ګاو به ورته خبره کوله چه روسان یی وویستل غنی هم وایی امریکایان یی وویستل ۳۰ میلونه دالر یی بایدن ته په کمپاین… نور لوستل »

سرفراز

یا الله ته رحم وکړی دومره بی ضمیره انسانان اصلآ باید الله ج پیدا کړی نه وای خو پدی به دالله ج خپل حکمت وی چی نور تری عبرت واخلی خپله اعتراف کوی او شاهدی ورکوی چی د پریکړو کولو والا کفار او اشغالګر ؤ الله به ددی مظلوم ولس دغمونو وژلو او ددی وطن د خوار او یتیم دژړاګانو او داسلامی احکامو ضد دریځ قصد ستاسو څخه واخلی افغان ملت باید دا بی شرمه ظالمان په هر ګوټ کی معلوم او تر څارنی لاندی ونیسی تر څو په راتلونکی وخت کی یی ځواب ویلو ته راکش کړی

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x