
د هند غوره لیګ سیالۍ د کرونا وبا له کبله وځنډیدې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ غويي، ۱۴۰۰ل): د هند غوره لیګ سیالیو پرمهال په یو شمېر لوبغاړو کې د کوویډ-۱۹ مثبو پېښو دغه لیګ تر نامعلومې نیټې ځنډولی دی.
د هندوستان حکومت پریکړه کړې چې په هېواد کې د کرونا وبا ناورین مخنیوي، او د بهرني لوبغاړو د خوندي ساتلو په خاطر د هند غوره لیګ سیالۍ وځنډوي.
وروسته له هغې چې د آی پي ایل په یو شمېر لوبغاړو کې د کرونا مثبتې یو شمېر قضیې راپور شوې، لومړی د کلکتې او بنګلور ترمنځ سیالي لغوه او بیا د ټول لیګ ځنډولو پریکړه وشوه.
د هندي ورځپاڼو د راپور له مخې د کلکتې لوبډلې په ځينو لوبغاړو کې هغه مهال د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوې چې دوی د ټپونو له امله د طبي معایناتو لپاره بهر تللي وو.
UPDATE: The Indian Premier League Governing Council (IPL GC) and Board of Control for Cricket in India (BCCI) in an emergency meeting has unanimously decided to postpone IPL 2021 season with immediate effect.
Details – https://t.co/OgYXPj9FQy pic.twitter.com/lYmjBId8gL
— IndianPremierLeague (@IPL) May 4, 2021
ددې ترڅنګ د چنایي او حیدراباد لوبډلې یو شمېر لوبغاړي او کارمندان هم په کرونا اخته شوي دي.
تر دې دمه د هند غوره لیګ په یو شمېر بهرني او کورني لوبغاړو کې د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوي چې ځینو یې دمخه دغه لیګ پریښی دی.
د هندوستان کرکټ بورډ اداره وایي چې دوی به تر خپلې وسې ټوله هڅه وکړي چې بهرني لوبغاړو او کارکوونکو ته د خوندي ستنېدو بشپړ بندوبست وکړي.
د هند غوره لیګ سیالیو د پېل سره سم دغه هېواد کې د کرونا ویروس وژونکی حالت رامنځته کړی چې په تېرو اونیو کې په اوسط ډول له ۳ زرو زیات کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي او شاوخوا ۳۰۰ زره نور پرې اخته کیږي.
په تېرو څلورویشت ساعتونو کې هندوستان کې د کرونا ویروس ۳۵۷ زره مثبتې پېښې ثبت شوي او ۳۴۴۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هند کې د روغتونونو وضعیت تر دې اندازې خراب دی چې ناروغانو ته بسترونه او د اکسیجن ماشینونه نه رسیږي.