روغتیا

افغانستان کې د کرونا دریمه څپه او له ۱۸ کلنو پورته کسانو ته د واکسین تطبیق پېلېدل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ غویي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د روغتیا وزارت وړمه ورځ تایید کړه چې په هېواد کې د کرونا ویروس دریمه څپه تایید شوې، او تر دې دمه په ختیځ ولایتونو کې ډيره تشخیص شوې ده.

د عامې ورغتیا وزارت چارواکي وایي چې د کرونا ویروس دریمې څپې زیاتې پېښې په ننګرهار، لغمان، کندهار، کابل، هرات او نیمروز او ځینې په خوست کې هم ثبت شوي دي.

د روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح تېره اونۍ ویلي وو چې په ګاونډي هېواد پاکستان کې د دریمې څپې خپرېدل ددې لامل شوي چې د هېواد په ختیځو ولایتونو کې هم دغه څپه رامنځته شي، د نوموړي په وینا دا څپه له ختیځ څخه لویدیځ ته د حرکت په حال کې ده.

ښاغلي مجروح زیاته کړه چې دا مهال د عامې روغتیا وزارت او نورو بنسټونو ترمنځ ښه همغږي شتون لري او دا د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د دریمې څپې په مخنیوي کې اغیزمنه ثابتېدلی شي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر د ولایتونو روغتیا رئیسانو ته لارښوونه کړې چې په مرکز او ولایتونو کې د اکسیجن شرکتونو د تولید ظرفیت معاینه کړي تر څو ددې په اساس ګامونه پورته شي.

بل لوري ته د روغتیا وزارت ویلي چې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې له ۱۸ کلنو پورته کسانو ته د واکسین تطبیق پېل شوی، خو امیندوارې او شیدې ورکونکې میرمنې له یادې پریکړې مستثنی دي.

په افغانستان کې اوسمهال د هندوستان او نړیوالې ادارې له لوري مرسته شوي استرازینیکا واکسین کارول کیږي، چې په لومړي سر کې روغتیا کارمندانو، امنیتي پرسونل او خبریالانو ته ورکړل شوي، خو اوس یې په بېلا بېلو روغتونونو کې عامو وګړو ته هم لړۍ پېل شوې ده.

باید وویل شي چې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې په هېواد کې ۲۳۴ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې له ډلې یې ۸۱ تنه یوازې په ننګرهار کې اخته شوي. دغه راز هېواد  کې ۶ کسان مړه شوي، او ۱۲۳ کسان له یادې ناروغۍ بیرته ښه شوي دي.

بل لورې ته په پاکستان کې د کرونا وبا د مخنیوي او څار ادارې اعلان کړی چې له افغانستان څخه د پلي ورتلونکو پیاده مسافرو پرمخ به سر له چهارشنبې ټولې لارې وتړي. خو دغې ادارې په خپلې تازه اعلامیه کې ویلي چې هېواد کې په تېرو څو ورځو کې د کرونا پېښې مخ پر کمېدو دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x