نړۍ

د ایران په اړه د محمد بن سلمان د دريځ نرمېدو لامل څه دی؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ غوايي، ۱۴۰۰ل): د سعودي وليعهد شهزاده محمد بن سلمان په خپلې وروستۍ مرکه کې د ایران په اړه نرمې خبرې کړي او ويلي يې دي، چې سعودي له ایران سره ښې اړيکې غواړي.

بن سلمان له سعودي تلويزون سره د مرکې پر مهال ويلي: «زموږ ټوله هيله دا ده، چې له ایران سره ښې اړيکې ولرو، موږ د ایران لپاره د جنجالونو د زياتېدو پلوي نه کوو، بلکې غواړو، چې ایران ښه پرمختللی وي، موږ په سيمه کې شريکې ګټې لرو او زموږ ستونزه يوازې د ايران له ناوړه چلند سره ده.»

امريکايي خبريال او د «سي ان ان» ټلويزوني شبکې د سياسي پروګرام چلوونکي فريد زکريا

امريکايي خبريال او د «سي ان ان» ټلويزوني شبکې د سياسي پروګرام چلوونکي فريد زکريا وايي، د بن سلمان له لوري له ایران سره د ښو اړيکو جوړولو څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې د سعودي اکثریت سني او د ایران اکثريت شيعه دی او دواړه دولتونه په خپلو کې سر سخته دښمنان دي.

فريد زکريا زياته کړې: «کله، چې محمد بن سلمان په ۲۰۱۷ کال کې د سعودي بالفعل واکمن شو، د ایران پر ضد يې له کرکې او دښمنۍ ډکې څرګندونې وکړې او خبرداری يې ورکړ، چې ایران پر ټوله اسلامۍ نړۍ د واک غځولو هوډ لري او د ایران مذهبي مشر خامنه‌يي يې هټلر بللی او اوس دومره ستر بدلون له کومې لارې راغی؟»

ښاغلی زکریا وايي، د بن سلمان د دريځ نرمېدو تر ټولو ستر لامل د هغه د بهرنۍ تګلارې ناکامي ده او زياتوي، چې د ساري په توګه د يمن جګړه ده. اټکل داسې و، چې سعودي به په يمن کې روانه جګړه په څو اونيو کې وګټي، خو د شپږو کالو په تېرېدو يې ډېر لږه اندازه پرمختګ کړی دی او حوثيان د يمن له خاورې پر سعودي توغنديز بریدونه کوي.

فريد زکريا زياتوي، چې بن سلمان د يمن له کړکېچه وتلو ته اړتيا لري او دا چې ایران د حوثيانو ملاتړ کوي، نو سعودي اړ دی، چې په دې اړه له ایران سره يوې هوکړې ته ورسيږي.

زکريا د بن سلمان د بهرني سياست د ناکامۍ بل ټکی دا ياد کړی، چې له درې کالو زيات وخت يې له قطر سره هر ډول ځمکنۍ، هوايي او سمندري لارې وتړلې او ډيپلوماټيکې اړيکې يې ورسره پرې کړې، خو قطر له دې محاصرې ګټه پورته کړه، خپل اقتصاد يې غښتلی کړ او د سعودي له مخالفو هېوادونو ایران او ترکيې سره يې اړيکې نورې هم غښتلې کړې.

نوموړی زياتوي، د سعودي او متحده عربي اماراتو له لوري د قطر کلا بندي په بشپړه توګه ناکام کار و او د تېر کال په وروستيو کې يې بېرته له قطر سره اړيکې جوړې کړې.

د فريد زکريا په وينا د بن سلمان د بهرنۍ تګلارې د ناکامۍ درېيم مثال د سعودي له لوري د لبنان حزب الله ډلې د کمزوري کولو هڅه وه، خو دغه ډله اوس هم په سيمه کې ډېره قوي او غښتلې ده.

د امريکا له متحده ايالتونو سره د اړيکو په اړه فريد زکريا وايي: «د سعودي وليعهد د امريکا له پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د اړيکو لپاره ټول کارډونه وکارول او ټولې لارې چارې يې په کار واچولې او ټرمپ به يې هم په هر ډول حالت کې مرسته او ملاتړ کاو، خو اوسنی ولسمشر جو بايډن ورسره د سختو اړيکو څرګندونې کړي دي.»

د فريد زکريا په وينا د سعودي او د بايډن د ادارې د نوو اړيکو له مخې به د وسلو د پېرلو تړون په موقت ډول وځنډول شي، د بشري حقونو قضيې به يې پر خلاف راپورته شي او تر ټولو مهمه موضوع په کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د کالم ليکونکي او سعودي خبريال جمال خاشقجي د قتل دوسیه ده.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پخوانی کالم ليکونکي او سعودي خبريال جمال خاشقجي

زکريا زياتوي: «داسې ښکاري، چې د سعودي وليعهد له خپلو تېروتنو عبرت اخيستی او هڅه کوي، چې په خپلې بهرنۍ تګلاره کې ډېر مثبت بدلون راولي او متحده ايالتونه کولی شي، چې د تهران او ریاض ترمنځ د نږدې والي لپاره خپل رول ولوبوي.»

دی وایي، که واشنګټن د سعوديانو او ایرانيانو او همدارنګه د سنيانو او شيعه ګانو ترمنځ د منځګړي رول ادا کړ، نو بیا به وکولای شي، چې په سيمه کې د يو غوره منځګړي په توګه خپل تاريخ رول ادا کړي.

د ایران غبرګون

د ایران د بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطیب زاده د محمد بن سلمان د وروستيو څرګندونو په اړه ويلي، چې د خبرو او ژبې بدلون او نرمي به د دوه اړخيزو ستونزو په کمولو کې مرسته وکړي، خو که د ژبې او لهجې دغه بدلون عملي نه شي، نو ډېره ګټه او لاسته راوړنه به ونه لري.

د ایران د بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطیب زاده

سعيد خطیب زاده وايي، که تهران او رياض خپلمنځي مذاکرات پيل کړي، نو د دواړو هېوادونو د ولسونو سربېره ټوله سيمه به يې ښې پایلې تر لاسه کړي.

د ایران د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي، چې هېواد يې له سعودي سره په هره کچه خبرو ته تيار دی او کولای شي، چې د خپلمنځي خبرو له لارې شته ستونزې، بې باورۍ او شکونه له منځه يوسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
درديدلي

ټوله نړۍ کار کوي تر څو خپلو ولسونو ته سوکالي راولي مګر زموږ ملايان (طالبانو) قسم کړی چې ولس به را څخه ارامه نشي او څومره مې چې له توانه پوره وي وژنم او بدبخته کوم به يې تر څو پاکستان خوشحاله او ګټې يې خوندي شي. افسوس لوی خدای ج به حتما د مظلومو افغانانو د هر څاڅکي ويني در څخه پوښتنه وکړي انشاالله .

دکتور مجاهد

څومره ښکلی نوم لری کشکی د حالاتو جاچ او سیاسی معلومات دی لرلی بس د ړندو غرګی دی کشکی طالبانو هیواد اشغلګرو او د کابل غلامی اداری ته پریشی وی دردیدلی صاحب به جیبونه نور هم ډک کړی وی کوم یو جیب یی تش پاتی دی طالبانو امریکایان وویستل د کابل شړیدلی اداره خو هوایی ودانی ده امریکا په اوږو ولاړه ده د امریکا د وتلو سره سم به انشالله د خاورو سره خاوری کیږی او غنی به دنجیب د برخه لیک سره مخ کیږی د دردیدلی صاحب جیبونه به نیمایی کی پاتی شی په همدی خبره ډیر دردیدلی دی… نور لوستل »

دریدلی

ښاغلیه دکتور مجاهد نه پوهیږم چیرته به مو کوم دوه درې میاشتنی کورس لوستی وي او په ځان مو دکتور نوم ایښی، ستاسو ټولې خبرې په اټکلونو ولاړې دي زه نه ډالري معاش اخلم او نه ورته ضرورت لرم فضل د خدای ده خپل شخصي کار او روزګار مو چلیږي، ډالرې خو ستاسو مشرانو په دوحه کې له امریکا څخه واخیستې او په ۲۰۲۰ کال کې مو د هغوی اډې له حملو څخه وساتلې.‌ ته او خپل خدای مو چې پرته د پاکستان، روسیې، چین او ایران له مرستو یوه هفته جنګ کولای شی نو غلامان څوک دي کم تر… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

کیدی شی په دی اړه د یوی لیکنی اړه وی . پورته معلومات نیمګړی او یا به ډیرو مواردو کی ناسمه معلومات دی ، خینی ټکی به یی دلته یاد کړم امریکا د اسلامی حکومت د مخنیوی د پاره په افغانستان، منځنی ختیز، عراق او د افریقا شمال اسلامی حکومتو بریدونه وکړل په افریقا شمال کی یی زړی مهری په نوو بدلی ، په منځنی ختیز کی یی د داعش په کارولو او د ایران او سعودی له مښلو یی بیت المقدس او مکی معظمی دواړه قبلی خپلی کړی د دی کار د پاره دموکرات او جمهوریت غوښتونکو ترمنځ سعودی… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx