
کرکټ: زمبابوۍ افغانستان ته ماتې ورکړه
نن ټکی آسیا (جمعه، چنګاښ ۲۷مه ۱۳۹۳): د افغانستان او زمبابوۍ د څلورو سیالیو په لومړنۍ سیالۍ کې زمبابوۍ افغانستان ته په ۶ ویکټو ماتې ورکړه.
د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې دا لومړی وار دی چې د یو ټيسټ لوبډلې خلاف څلور سیالۍ کوي.
د نن د لوبې پچه زمبابوۍ وګټله او د لومړي بالینګ (توپ اچونې) پریکړه يې وکړه.
افغان لوبډلې په صفر منډه خپل لومړی لوبغاړی عثماغني د لاسه ورکړ. عثمان غني په وروستیو دوه دوستانه لوبو کې ښه لوبه کړې وه خو نن ورسره قسمت یاري ونه کړه او په صفر وسوځېد.
د عثمان غني د سوځېدو وروسته نور علي ځدران او اصغر ستانکزي لوبه پیل کړه، دوی دواړو به ګډه ۲۹ منډې وکړې. د ۲۹ په مجموعي منډو کې اصغر ستانکزی په ۸ منډو وسوځېد.
حشمت الله شایدي ۱۵ منډو تر جوړولو وروسته په نولسم اور کې وسوځېد. نور علي ځدران نسبتا ورو خو ښه لوبه وکړه، نوموړي په ۱۰۷ بالونو ۴۳ منډې جوړې کړې.
د نور علي ځدران تر سوځېدو وروسته سمیع الله شینواري او محمد نبي په ګډه تیزه لوبه پیل کړه، محمد نبي په ۳۲ بالونو ۵۴ منډې او سمیع الله شینواري په ۸۴ بالونو ۶۵ منډې جوړې کړې.
شفیق الله په ۱۷ بالونو ۲۴ منډې جوړې کړې او وسوځېد.
افغانستان په ټاکل شوو ۵۰ اورنو کې ۲۲۳ منډې جوړې کړې او زمبابوۍ ته یې ۲۲۴ منډې هدف ورکړ.
زمبابوۍ په ۸ منډو خپل لومړنی او په ۲۷ دوهم لوبغاړی له لاسه ورکړ. داسې ښکاریده چې شاید افغان بالران د زمبابوۍ بیټسمینان تر فشار لاندې راولي، خو د زمبابوۍ توپ وهونکو (بیټسمینانو) ډيره ښه په طبیعت لوبه مخ پر وړاندې بوتلله.
د زمبابوۍ درېیم لوبغاړی په ۱۲۰ او څلورم يې په ۲۰۵ منډو وسوځېد.
زمبابوۍ ټاکل شوی ۲۲۴ منډې هدف په ۴۵ اورونو او ۲ بالونو کې پوره کړ.
شننونکو په وینا افغانستان که څه هم لوبه وبایلله، خو نسبتا نورو لوبو ته یې نن له خورا حوصلې کار اخیست، ۱ او ۲ منډې يې ډيرې جوړې کړې او له بېځایه شاټونو يې ځان ژغورلو.
افغانستان بله لوبه د جولايي په ۲۰مه د یکشنبې په ورځ لري.