افغانستان

بغلان کې د حکومت برید پنځو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې/ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ غویي، ۱۴۰۰ل): د بغلان ولایت په مرکز «پلخمري» ښار کې د حکومت هوايي برید د ماشومانو په ګډون پنځو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې.

دغه پېښه چې نن سهار د مرکز پلخمري‌ ښار اړوند «سرخ کوتل» نومي سیمه کې رامنځته شوې له امله یې یو ولسي وګړی وژل شوی او د دوو ماشومانو په ګډون څلور تنه نور ولسي‌ وګړي پکې ټپيان شوي.

د هوايي برید قرباني کورنۍ وایي، په سیمه کې د جګړې هیڅ ډول تحرکات موجود نه و، او د حکومت الوتکې دومره ټيټي وې چې له «کامرې» پرته یې هم پر ځمکه د ولسي وګړو تشخیص کولای شوای؛ خو بمبار یې وکړ، چې له امله یې مرګ ژوبله واوښته.

د بغلان ولایت ځايي روغتیایي چارواکي هم پېښه تاییدوي او وایي، د هوايي برید له ځایه څلور تنه ټپيان ورته راوړل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x