نړۍ

مکسیکو: د اورګاډي پېښه کې شاوخوا ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ غویي، ۱۴۰۰ل): په شمالي امریکایي هېواد مکسیکو کې تېره شپه له پټلۍ د اورګاډي غورځېدو پېښه کې لږ تر لږه ۲۳ تنه وژل شوي او شاوخوا ۷۰ نور ټپیان دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د مکسیکو په پلازمینه مکسیکو سيټي کې پر یوه بوخته لاره په ځایي وخت د شپې ۱۰:۳۰ بجې د ریل ګاډي ډبې له پول لاندې غورځېدلي چې د مرګ ژوبلې ترڅنګ یې ګاډي هم زیانمن کړي دي.

د مکسیکو ځایي چارواکي او د بیړنیو خدمتونو اداره وایي، په پېښه کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۲۳ تنه وژل شوي او نږدې ۷۰ نور ټپيان دي چې روغتون ته وړل شوي دي. خو اټکل کیږي چې ځينې کسان لا هم د اورګاډي لاندې دي.

د چارواکو په خبره د پېښې د رامنځته کېدو لامل تر اوسه روښانه نه دی خو دوی په دې اړه خپلې څېړنې پیل کړې دي.

ویل کیږي چې د مکسیکوسیټي ریل ګاډي سیستم نړۍ کې یو تر ټولو ډیر کاریدونکی سیستم دی چې اونۍ کې تر لسګونو ملیونو او کال کې نږدې یو اعشاریه ۶ ملیارده مسافر لیږدوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x