نظــر

اسلام او دیموکراسي- دوهمه برخه

دکتور محمد عثمان تره کی

په اسلامي نړۍ کې د ۱۸۳۹ م کال نه وروسته د پان اسلامیزم د غورځنګ مشر سید جمال الدبن افغاني تعالیم د دیموکراسۍ او جمهوریت په لور ذهني زمینه مساعده کړه. خو د لویدیځ په تقلید د نظام جوړولو سیاسي تفکر د ۱۹ پیړۍ په نیمیايي کې هغه وخت پیدا شو چې په مستعمراتو کې استعمار ضد غورځنګونه یو بل پسې د مبارزې میدان ته ورودانګل:

په افغانستان کې لومړی او دوهم مشروطیت (۱۹۰۳- ۱۹۱۹ )، په ایران کې د مشروطیت غورځنګ (۱۹۰۶م ) او  ورپسې د مصدق په مشرۍ ملي جبهه(  ۱۹۵۰) په عثماني ترکیه کې د تُرک ځوانان (۱۹۰۸ )، په مصر کې د « وفد » ملي ګوند د سعد زغلول په مشرتوب (۱۹۱۹ ) او وروسته د نجیب محفوظ ( ۱۹۵۹ ) پاڅون ټول د مشروطیت، پارلمانتریزم او انتخابات په ملاتړ د استبدادي نظامونو په وړاندې پاڅون وکړل.

په اندونیزیا کې عبدالرحمن وحید ( ۱۹۹۹) د کتابونو د تألیف له لارې د دیموکراسۍ او جمهوریت د ارزښتونو په خپرېدو چې په کې د اسلام زغم او پراخ غیږ ته پام اړول شوی و هلې ځلې وکړلې.

په الجزائر کې د فرانسوي استعمار په وخت د دیموکراسۍ د اصولو رعایت منحصراً یهودانو او په الجزایر کې میشته فرانسویانو ته محدود وو. ملي آزادي جبهه ( اف، ال، ان ) د مصلي حاج په مشرتوب د سختو مبارزاتو له لارې د عمومي انتخاباتو لپاره لاره خلاصه کړه.

په ۱۹ مه او ۲۰ مه پیړۍ کې د ټولو غورځنګونو موخه مشروطیت او جمهوریت ټاکل شوی و. د هیڅ یو ګوند او پاڅون په اجنډا کې د اسلامي امارت راژوندي کول او د مذهب په لاسوند کولو کې د مخ په وړاندې دیموکراتیکو جذباتو په ضد پاڅون شامل نه و.

په هغو اسلامي هیوادونو کې چې د ښکیلاک تر جابرانه او مستقیمې سلطې لاندې وو د دیموکراسۍ داعیه اشغال ضد جذباتو سره په ګډه د جهاد او مقاومت مورچلونه ګرم وساتل: په فرانسوي سنیګال کې رادیکال – سوسیالیست ګوند، په اندونیزیا کې ( د هالیند مستعمره ) اسلامي حرکت او په الجزائر کې ملي آزادي جبهه ( د فرحت عباس په مشرۍ) پیاوړي غورځنګونه وو چې د خپلواکۍ په درشل کې د دیموکراسۍ او اسلام تر منځ واټن له مینځه یوړل او با ثبات  جمهوري نظامونه جوړ کړل. هیڅ یو د اسلامي امارت د جوړیدو بیرغ راپورته نکړ.

په اسلامي هیوادونو کې د دیموکراسۍ اصولو سره د چلند څرنګوالی او کچه تاریخي، سیاسي، فرهنګي او ژیوپولتیک لاملونو سره په تړاو مطرح شو:

هغه هیوادونه چې په کې په سلو کې د ۵۰ څخه زیات مسلمانان ژوند کوي  په دوه کټه ګورۍ ویشل کیږي:

الف – په مراکش، الجزائر، موریتانیا، مصر، مالي، ایران، آزربایجان، مالیزیا، قرغزستان … د دیموکراسۍ اصول قسماً مراعات کیږي:
انتخابات دائریږي خو د برحالو حکومتونو په لاسوهنو سره. د پارلمان په وړاندې د حکومت مسئولیت کله نا کله مطرح کیږي. مطبوعات نسبي آزادي لري خو د امنیت د تأمین په پلمه پر مطبوعاتو باندې سانسور او ګوندونو ته ګواښ د حکومتولۍ عادي چارې ګڼل کیږي.

ب – په ترکیه، البانیه، اندونیزیا، بنګله دیش، مالي، نایجریا، سنګال، جمهوریت او  دیموکراسي اصولو ته د پام وړ درناوی کیږي.

– هغه هیوادونه چې  په سلو کې د ۲۰ څخه تر ۵۰ پورې مسلمان وګړې لري ( ګانا، تانزانیا، موزنبیق، ماسیدوان) د دیموکراسۍ د اصولو مراعات کچې يې لوړه ده.

په ۲۰ مه پیړۍ په اسلامي نړۍ کې د دیموکراسۍ « ویروس » دومره په شدت او حدت د خپریدو په حال کې و چې د دیموکراسۍ او جمهوریت پیژندل شوي دښمنان پرته د تسلیمیدو څخه بله چاره نه درلودل:

د مصر اخوان المسلمین د اهل سنت ستر اسلام پلوه ګوند چې د ۷۷ کلونو په اوږدو کې دیموکراسي او جمهوریت کفر او الحاد ګڼل او د برحال نظامونو په وړاندې د وسله والې مقابلې په ترڅ کې زرګونه تلفات ګاللې وو، بالاخره دیموکراسۍ ته تسلیم شو.

اخوان المسلمین د ۲۰۰۵ کال په پارلماني ټاکنو کې په سلو کې ۲۰ چوکۍ ترلاسه کړې. محمد مرسي د ۲۰۰۰  څخه تر ۲۰۰۵ کال پورې د پارلمان غړی و. دي د ۲۰۱۲ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د اخوان المسلمین نوماند  په حیث انتخابات وګتل.

د ټاکنو له لارې په مصر، الجزائر او فلسطین کې د اسلامي ګوندونو لاسته راوړنو مسلمان سیاسي فعالین دې ته وهڅول چې دیموکراسۍ سره دښمنۍ ته د پای ټکی کیږدي.

اسلامي ګوندونه د برحالو نظامونو د قوانینو تر پوښښ لاندې واکمنۍ ته د رسیدو په مقصد د کفري ډيموکراسۍ ( ! ؟ ) او الحادي جمهوریت ( ! ؟ ) سره روغه جوړه اعلام کړل. دا چې په انتخاباتو کې ګټونکو مسلمانان څنګه د لویدیځ د دسیسو ښکار شول، بله خبره ده چې د بحث له موضوع سره اړخ نه لګوي.

په اسلامي نړۍ کې د اخوان المسلمین شبکه ( سومالي، سوریه، لبنان، سودان، اردن، فلسطین، مراکش، عربستان عراق، بحرین او …) د مصر د اخوان المسلمین په تقلید جمهوریت او انتخاباتو ته مخه کړه.

د پاکستان ستر اسلامي ګوندونه لکه مسلم لیګ، جماعت اسلامي، جمعیت العلما اسلام، د پاکستان اسلامي جمهوریت اساسي قانون ومنل او په ټاکنو کې يې برخه واخیسته.

په افغانستان کې د امریکايي اشغال څخه وروسته اسلامي تنظیمونه د جمهوریت او دیموکراسۍ په سیاسي لوبه کې ورګډ شول، د حزب اسلامي مشر د  ۲۰۱۹ کال په ولسمشرۍ انتخاباتو کې نوماند و.

نن په اسلامي هیوادونو کې په ميلیونونو مسلمانانو جمهوريت د سیاسي نظام په توګه او
انتخابات د سیاسي قدرت د سوله يیز انتقال په حیث منلي او په ټاکنو کې برخه اخلي.

نن په ګڼ شمير اسلامي هیوادونو کې د دیموکراسۍ په وړاندې مخکنی حساسیت کم شوی خو له منځه نه دی تللی.

اوسمهال د نړۍ په کچه لوی هیوادونه د اسلام او ډیموکراسۍ تر منځ  د  پوهاوي او ګډ ژوند مثالونه جوړوي:
په اروپا کې ترکیه، په آسیا کې اندونیزیا او ایران، په افریقا کې الجزائز او سینیګال.

د سنیګال ۹۵ سلنه وګړي مسلمانان دي. د افریقا په لوېدیځ کې د سنیګال باثباته ديموکراسي د پلورالیزم ( د فکر تکثر ) او مذهبي زغم نمونه ګڼل کېږي. د سنیګال جمهوري نظام د فرانسې د ۱۹۵۸ اساسي قانون په تقلید جوړه شوې.

واقعیت دا دی چې د سلهاوو ميلیون مسلمانانو په پته پدې ګناه چې د جمهوریت تر سیوري لاندې په انتخاباتو کې برخه اخلي د کفر فتوا صادرول هیڅکله عقلاني توجیه لرلی نشي.

« پای»

راتلونکې بحث : په افغانستان کې د قبیلوي دیموکراسۍ پایښت  او د لویدیځ دیموکراسۍ ناکامه تجربه.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سلامت خان

محترم معلم عثمان ترکی صاحب !سلامونه او احترامات ومنئ. هسې دې پدې پوښلو پوښلو علمي ماننده اوتو بوتو ځان مه ستومانه کوه. دلته ستاسو یو ډول ډېموکراسي هم نه چلېږي مګر د اشغالګرو کفارو حمایت تر سيوري لاندې. او مثالونه یې هم د امان الله، ظاهرشاه، داود، ستا د اکا د زوی ترکي د لارويانو او ورپسې د اخواني دېموکراتانو دېموکراسۍ دي. پدې خاوره کې دغه مردار پوټی بېخ نه نيسي ځان مه تکلیفوی. دلته به یوازې حقیقي اسلام حکومت کوي. نورې دې دغه زړه ببولالې پرېږده او هماغه فرانسه کې له مسلمان عالم څخه د قرآن ترجمه، د حدیثو… نور لوستل »

دکتور مجاهد

اخر هم د دموکرات عثمان ترکی کفری او د غلامی څیره بربنډه شوه به اوایلو کی به د اسلامی امارت د مجاهدینو سره په ملتیا د اشغلګرو خلاف منافقانه څرګندونی لرلی وروسته وروسته د اخوان المسلمین حزب اسلامی ( امین کریم ) سره یوځای شو ( چه اسلام یی د دموکراسی سره ګډ کړی وو چه مرسی یی هم میوه وچښله،) بیا راسا یی د نشنلستانو سره لیار شریکه کړه ترکی فکر کوی چه نړیوال استعمار به د دموکراسی د بیرغ لاندی نشنلستانو ته قدرت ورکوی نو عثمان ترکی به هم پکی کوم والی یا وزیر جوړ شی د عثمان… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x