افغانستان

هرات کې سختو سېلابونو زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه او ۲۲ تنه مړه کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ غویي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کې سختو سېلابونو د مالي زیانونو سربېره ۲۲ کسان وژلي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد رسنیو ته ویلي چې ددغه ولایت په «ادرسکن» ولسوالۍ کې ۱۲ تنه او «اوبه» ولسوالۍ کې ۱۰ تنه مړه شوي دي. نوموړی زیاتوي چې سېلابونه د سختو ورښتونو له امله راغلي دي.

له دې وړاندې د هرات ځایي چارواکو راپور ورکړی و چې په ادرسکن ولسوالۍ کې ۱۲ تنه وژل شوي خو وروسته خبر ورکړل شو چې اوبه ولسوالۍ کې هم د سیلابونو له کبله ځاني زیانونه اوښتي دي.

د اوبه او ادرسکن په ګډون د هرات په یو شمېر نورو ولسوالیو کې سیلابونو د ځاني تلفاتو سربېره لوی مالي زیانونه هم اړولي دي.

د هرات د والي په وینا، په ولسوالیو کې سېلابونو لوی مالي زیانونه اړولي او د اوسېدنې کورونو ترڅنګ یې، سلګونه څاروي او په زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه کړې ده.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست په وینا، په نهو نورو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سیلابونو له کبله ۱۹ تنه مړه شوي او ۱۰ نور لادرکه دي، په هرات کې د سیلابونو قربانیانو د شمېر زیاتوالي سره په ټول هېواد کې د تلفاتو شمېر شاوخوا ۳۰ تنو ته لوړ شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x