ورزش

مانچسټر سيټي تاريخ کې په لومړي وار د چمپينز ليګ پايلوبې ته لار وموندله

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۵ غويي، ۱۴۰۰ل): د انګلستان مشهور کلب مانچسټر سيټي په خپل تاريخ کې په لومړي وار د اروپا اتلانو ليګ سياليو پايلوبې ته لار وموندله.

د چمپينز ليګ فوټبال نيمه پايلوبې په دوهم ليګ د مانچسټر سيټي او پاريس سان جرمان لوبډلې مخامخ شوې چې په مجموعي ډول سيټي سيال لوبډلې ته په ۴-۱ ماتې ورکړه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د نيمه پايلوبې لومړی ليګ هم مانچسټر سيټي په ۲-۱ ګټلی و، خو په وروستي ليګ کې يې يو وار بيا په ۲-صفر ماتې ورکړه او پايلوبې ته لار وموندله.

دغه لوبه د انګستان په مانچسټر ښار کې ترسره شوه، چې په ۱۱مه دقيقه کې د مانچسټر سيټي الجزايري لوبغاړي رياض محريز لومړی ګول وواهه او مخکې والی يې ترلاسه کړ، دغه راز نوموړي په ۶۲مه دقيقه کې دوهم ګول وواهه چې په مرسته يې سيټي لوبډلې په ۲-صفر بريا خپله او پايلوبې ته لار وموندله‌.

پاريس لوبډلې هغه مهال لوبه له لاسه ورکړه چې په ۶۹مه دقيقه کې لوبڅار ارجنټايني لوبغاړي انجيل دي ماريا ته سور کارت ورکړ او له لوبې بهر شو.

دا د مانچسټر سيټي کلب په تاريخ کې لومړی وار دی چې د اروپا اتلانو لیګ پايلوبې ته لار مومي‌. يادې لوبډلې دغه لاسته راوړنه د مشهور هسپانوي روزونکي پيپ ګوارديولا پرمهال خپله کړه، هغه په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۱م کالونو کې برسلونا ته د چمپينز ليګ اتلولۍ خپلې کړې دي.

د فرانسوي کلب پي ايس جي مشهور برازيلی لوبغاړی نيمار يو وار بيا ونه توانېد لوبډلې ته د چمپينز ليګ اتلولي خپله کړي، نوموړي تېر وار د اروپا اتلانو ليګ پايلوبه کې د بايرن مونش پر وړاندې ماتې منلې وه.

بايد وويل شي چې مانچسټر سيټي لوبډله به د روانې مې مياشتې په ۲۸مه نېټه د ريال مدريد او يا هم چيلسي لوبډلې پر وړاندې پايلوبه کې مخامخ کيږي.

د ريال مدريد او چيلسي لوبډلې د چمپينز ليګ نيمه پايلوبه کې نن د شپې په ۱۱:۳۰ بجې مخامخ کيږي چې ګټونکې لوبډله به پايلوبې ته لار مومي، که چيرې دغه سيالي په صفر-صفر مساوي هم شي چيلسي کلب کولی شي پايلوبې ته لار ومومي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx