
افغانستان
پکتیکا: د سرحوضې ولسوالۍ امنیه قومندان وژل شوی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ غویي، ۱۴۰۰ل): د پکتیکا ولایت په سرحوضه ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې ددې ولایت امنیه قومندان وژلی.
د پکتیکا د پولیسو ویاند «شاه محمد ارین» وایي، جمعه شاه تېره شپه د سرحوضې ولسوالۍ اړوند «دیوانه بابا» نومي سیمې ته پر لاره د سړک د غاړې ماین ښکار شوی، چې له امله یې نوموړی وژل شوی او درې تنه ساتونکي یې ټپيان شوي.
د ارین په خبره، په دیوانه بابا سیمه کې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ درنه جګړه روانه ده او جمعه شاه غوښتل د خپلو عسکرو مرستې ته ورشي، چې د سړک غاړې ماین چاودنه ورباندې وشوه.
د نوموړي له قوله، په دې جګړه کې طالبانو ته هم درانه تلفات اوښتي، خو دقیقه شمېره یې څرګنده نه ده.