نړۍ

وزیرستان: بی پیلوټه الوتکي مرګ ژوبله واړوله

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۱۳) میرام شاه: نن سهار له افغانستان سره پرپوله باندی امریکایی بی پیلوټه الوتکي یو کور په نښه کړ.

له سیمي څخه امنیتي چارواکو خبرورکړی دي چی برید نن سهار له میرام شاه اوه کیلومټره لري د درپاخیل يه کلي کی یو کورپه نښه کړ چي له امله یی دڅلورو کسانو وژل کیدو خبرورکول شوی دی.

یوپاکستان امنیتی مسؤل دنوم نه اخیستلو په صورت کی له رسنیو سره دخبرو پرمهال وویل چی بی پیلوټه الوتکي پریوه وخت کورباندي دوه مزایل وتغول.

دیادولو وړ ده له کله څخه چی امریکایانو په ایبټ اباد کی داسامه پروداني باندي عملیات ترسره کړل، له هغه څخه بیا تراوسه په وزیرستان کی دامریکایانو له لوري  ۳۰ ځله  د بی پیلوټه الوتکو بریدونه  شوی دی، چی دغو بریدونو پاکستاني اولس کی سخته کرکه راپورته کړي ده، اوڅو ځله ددغو بریدونو په خلاف دپاکستان په مختلفو ښارونو کی خلګو په مظاهرو هم لاس پوری کړي دی.

نن ټکي اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x