د نن سرلیکنه

وزیرستاني کډوال د بشري ناورین له پامه لویدلي قربانیان- سرمقاله

نن ټکی آسیا-سرمقاله: کله چې یوه میاشت وړاندې پاکستاني پوځ له افغانستان سره په پوله شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات پیل کړل د یادې سیمې خواوشا یوملیون اوسیدونکي د پاکستاني پوځ او وسله والو ترمنځ د احتمالي جګړې له ویرې د سیمې پریښودو ته اړیستل شول .

د دغې سیمې یوزیات شمیر اوسیدونکي د خیبر پښتون خوا اړونده سیمو ، او یوشمیر یې د افغانستان سرحدي ولایت خوست ته را مهاجر شول.

دغه بي ځایه شوي کډوال ټول د داسې جګړې ځپلې سیمې اوسیدونکي دي چې له تیرو ۸ کلونوراهیسې د امریکایانو د بي پلوټه الوتکو تر بریدونو لاندې وه او د وروستیو رسمي احصائیو له مخې یې په دغو بریدونوکې ۱۷۰۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي او تر ۳۰۰۰ تنه زیات ژوبل ، او یونامعلوم شمیریې په رواني ناروغیو اخته شوي دي.

په پورتنیو ستونزو سربیره اوس هغوی په اجباري توګه د خپلو کلیو پریښودلوته هم مجبوره شوي.
اجباري کډوالي یې هم په داسې ډول ده چې دوی ته د پاکستان له خیبر پښتونخوا ایالت پرته د دې هیواد نورو ایالتونو په تیره پنجاب اوسیند ایالت ته د تللو اجازه نه ورکول کیږي.

په بنو سیمه کې چې د هغوی لپاره کوم د اوسیدنې ځای غوره شوی په هغه کې د ژوند هیڅ اسانتیاوې په پام کې نه دې نیولې شوې چې له امله یې ټول میشت کډوال د کډوالي په تر ټولو بد اونامناسب وضعیت کې قرارلري.

هغوی سربیره پردې چې د ژوند له اساسي اړتیاوو څخه بي برخې دي ، له دې حق څخه هم محروم دي چې خپلې ستونزې د نړیوالو رسنیو له لارې له خلګوسره شریکې کړې.

کوم ځای چې د هغوی د میشتیدنې لپاره غوره شوي هغه په اوسنیو موسمي شرائطوکې سخت ګرم دی چې د ګرمي له وجې یې تر اوسه په زرګونو تنکي ماشومان په مهلکو ناروغیو اخته شوي دي.

تیره اونۍ د پاکستان د یوه خصوصي ټلویزوني چینل لخوا هغه خپره شوې زړه بوږنوونکې ويډیو ټولو خلګو ولیدله چې د خیبر پښتونخوا ایالت د روغتیا وزیر شاهرام ترکي په داسې حال کې د دغو کډوالو له ناروغانو څخه لیدنه کوي چې ناروغان د رغتون په انګړکې پراته ، او دی ورباندې له پاسه همداسې په پروايي سره تیریږي.

د جګړو او شخړو له لاسه اجباري کډوالي یو غیر عادي وضعیت دی چې د نړۍ په ډیرو نا آرامو سیموکې خلګ ورسره مخ دي ، خو د اسلامي او همدا راز نړیوالو بشري مقرراتو له مخې له کډوالو سره باید انساني چلند وشي او هغوی ته په همدغه غیر عادي وضعیت کې د ژوند آسانتیاوې برابرې شي ، نه دا چې د اجباري کډوالې د ناورین ترڅنګ پر هغوي نور محدودیتونه ولګول شي او یا په قصدي توګه د هغوی د ځورولو پروګرامونه عملي شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو مسؤلین باید د دغو کډوالو ناورین زیږوونکی وضعیت په خپله له نیږدي وګوري او د هغوی صحي اونور و ستونزوته پرخپل وخت رسیده ګي وکړي.
اوس چې دغه بي ځایه شوي کډوال د ګرم موسم له وجې له کومو ستونزو سره مخ دي ، دري میاشتې وروسته به بیا د ساړه موسم په رارسیدوسره د یخني له وجې له ورته مشکلاتوسره مخ کیږي او بیابه یې په سلګونو تنکي ماشومان او عمر خوړلي کسان د مرګ له خطر سره مواجه وي.

همدا راز خبري رسنۍ اخلاقي مسؤلیت لري چې خپل ژورنالیستان یادې سیمې ته واستوي تر څو د مهاجرینو ستونزې له نیږدې وګوري او بیایې د خپلو خپرونو له لارې له چارواکو سره شریکې کړي.

د نن ټکی آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ظفر خان

دادپنجابیانو دسیسه ده چی د غرب په اشاره یی د پښتنو په سیمه کی د ترهګری ضد عملیات پیل کړی، پښتانه باید نور پوه شی چی ددوی اساسی دښمن څوک دی، نه یوازی داچی په پوهیدو بسنه وکړی بلکه په پوره تدبیر او زیرکتیا جنګ له خپلی سیمی و باسی، تر څو چی د پښتانه په کور جنګ وی همدا ناخوالی به ټولی ورسره وی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x