شعـــــرونه

لمن یې د غاټولو پۀ ګلانو ده پوښلې/ درمان

منصور درمان

دا څرنګه چې اوښکې د باڼۀ لۀ څوکې څاڅي
همدغه سې مې وینې د مات زړۀ لۀ څوکې څاڅي

بېلتون دې پۀ ملا خم کړم غم دې وتی دی لۀ زغمه
خوندونه مې یو -یو د ژوندانۀ لۀ څوکې څاڅي

پۀ ټنډه دې خؤله ده، که شبنم پۀ ګلاب پروت دی؟
دا څومره خوشبويي ده، دا د څۀ لۀ څوکې څاڅي؟

لمن یې د غاټولو پۀ ګلانو ده پوښلې
خوږې اوبه د واورې، د سپین غرۀ لۀ څوکې څاڅي

دا ستا لۀ خوږو سترګو مې قلم الهام اخیستی
دا ځکه غزل توري یې خواږۀ لۀ څوکې څاڅي

منصور درمانه! هاغه ړنګ ګودر او چنار وینې؟
چې څړیکې -څړیکې درد به یې پۀ څۀ لۀ څوکې څاڅي؟

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x