
ملي امنیت: سیاسون او رسنۍ که د «دښمن» په ګټه تبلیغ وکړي د «ترهګر» په حیث چلند ورسره کېږي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ غویي، ۱۴۰۰ل): د ملي امنیت رئیس «احمد ضیا سراج» وایي، که چېرې سیاسیون، رسنۍ او کارپوهان د طالبانو په ګټه تبلیغات وکړي، نو د ترهګرو په حیث چلند به ورسره وشي.
د ملي امنیت رئیس دغه څرګندونې د ولسي جرګې په استجوابیه ناسته کې کړې، چې د ولسي جرګې یوه تن غړي «عارف رحماني» رسنیو ته را ایستلې دي.
سراج «زموږ مطبوعات، د سیاسي چارو کارپوهان او سیاسیون باید د دښمن رواني جګړې ته پام وکړي، هر هغه څوک چې له دښمن سره اړیکې نیسي، او د هغوی په ګټه تبلیغات کوي، د ترهګرو په حیث چلند ورسره کېږي.»
دده په خبره، د ځینو تلویزونونو تبلیغات د طالبانو په ګټه دي، چې ملي امنیت ته د منلو وړ نه دي او نور تحمل کېدای نشي.
دغه ګواښ داسې مهال دی، چې په دې وروستیو څو میاشتو کې د رسنیو د کارکوونکو او مطرحو خبریالانو وژنې تر بل هر وخت زیاتې شوې دي.
په تېرو څو میاشتو کې لسګونه خبریالان او د سیاسي چارو کارپوهان هدف ګرځول شوي.
په یوه وروستۍ پېښه کې د سیاسي چارو کارپوه «لطف الله مشعل» هدف وګرځول شو.
د مشعل په خبره، د کابل حکومت د کورنیو چارو وزیر «حیات الله حیات» کسانو ورباندې برید وکړ، خو دی ژوندی خلاص شو او سطحي ټپي شو.
زه خواشا ل له چا ډار نکړم xxx په ډګر نارې وهم چې خوله یې راکړه !!
ښه اوس خو د سي ای اې (cia) مذدورانو په خپله اقرار وکړ چې د ژور نالستانو، ملایانو او نورو دسولې دمدني فعالانو مر موزې وژنې د سې ا ی اې دالري ### مذدوران کوي او کړې یې دي!! اوس به ګورو چې د افغاني میدیا او اولس انګیزه او ځواب ددې مذدور په مقابل کې څرنګه دي !
احمد ضيا سراج،
اوس نوستاسي تبليغاتي ديموکراسي، دمطبوعاتو دبيان ازادي، دخلکو حقوق اوداسي نورو لاسته راوړنوته پرتوګ ورواغوندي! ستاسي دنظر سره سم مو اوس دا ټول په صفر کښي ضرب کړل او ښه مو واضيح کړه، چه ټول مرموز او غلچکي بريدونه او وژني د سياسونو، پوهانو، علماوه او ژورناليستانو ستاسي په غاړه دي! او په دي کي اوس هيځ د شک ځاي نشته. افرين چه ښه مو په ډاګه کړه! اما په دي پوه شه، چه ډير ژر به ملت حساب او کتاب درسره وکړي! کاروان
نو د کرزی او غنی غلامانو هغه د شلو کالو د بیان د ازادی لاسته راوړنی څه شوی څوک که حق وایی هغه دهشت ګر او غله غلامان جه د بادارانو وسله لری او کاروی هغوی د هیواد اصلی بجیان دی او د حق ویونکو سره د دهشتګری په سرګه کتل کیږی یعنی حق ویل د بیان د ازادی برخه هم دهشتګری ده دا ځکه چه امریکایی د جالان چه چاته دهشتګر ووایی د امنیت او اردو به نوم غلامان یی هم ورسره نه یواځی زمزمه بلکه عملی دهشتګری ترسره کوی دغه هدفی وژنی د همدغه د امنیت په نوم… نور لوستل »
Oh, now I know that you are the one behind the bombing in Logar
OK honey keep counting your days
د ملي امنیت منصوبین ډیر زړه وړ خلګ دي یا یې موږی ډیر ټینګ دی چي په داسي شرایطو کي د افغانستان ۱۷.۵ ملیونه ولس ته داسي خطرناکه اخطارونه ورکوي. داسي ویل کیږي چي د افغانستان د ټولو غمیزو اصلي عاملین د امنیت ملي منصوبین دي. د کابل ادارې ولس مشر، مرستیالان، وزیران ټوله د امنیت ملي د منصوبینو څخه ډکټیشن اخلي. عجیبه دا ده چي دوئ ته ولي څوک نه سي دریدلای. په کومه ورځ چي دا اداره منحل سول، د افغانستان ټولي جګړې، اداري فسادونه، جنایتونه، فقر، مسکنت، بېسیوادي، د صحي خدماتو نیستي هر څه بدبختۍ به ورسره… نور لوستل »