افغانستان

طالبانو د بغلان بورکه ولسوالۍ نيولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ غوايي، ۱۴۰۰ل): طالبانو د هېواد په شمال کې د بغلان بورکه ولسوالۍ نيولې ده.

د بغلان ولايت چارواکي او همدارنګه د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد منلې، چې طالب جنګياليو تېره شپه بورکه ولسوالۍ نيولې ده.

د بغلان ولايت د امنيه قومندانۍ وياند جاويد بشارت رسنيو ته ويلي، چې حکومتي عسکرو او د ولسوالۍ پرسونل تېره شپه لس بجې له مرګ ژوبلې پرته د ولسوالۍ مقر، امنيه قومندانۍ او شاوخوا پوستې پريښي دي.

د جاويد بشارت په وينا د عسکرو او طالبانو تر منځ له نښتې وروسته حکومتي عسکرو تکتيکي شاتګ کړی، ولسوالي يې طالبانو ته پرېښې ده او د ولسوالۍ د بيا نيولو لپاره پلان نيول کيږي.

د ولسوالۍ د نظامي جلسې نهيلې

نن ټکی اسيا ته د بورکې ولسوالۍ د نظامي جلسې هغه ليک رسېدلی، چې د بورکې ولسوال، د ملي امنيت مدير، ښاروال، د ټولي قومندان او پخواني ولسوال لاسليک کړی او په دغه ليک کې له حکومتي چارواکو نهيلي ښکاره شوې، چې د عسکرو او پوليسو تنخوا پر وخت نه ورکول کيږي، پوځي توکي نه لري، ګڼ شمېر پروسنل له دندې تښتېدلی او طالبانو هم دا ولسوالي له تېرې اوږدې مودې راهيسې محاصره کړې او د احتمالي مرګ ژوبلې د مخنیوي په موخه حکومتي عسکرو ياده ولسوالي پرېښې ده.

طالبانو هم منلې، چې د دوی جنګياليو بورکه ولسوالۍ نيولې ده.

د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد په خپل ټويټ کې ويلي، چې د دوی جنګياليو وړمه شپه د بورکې ولسوالۍ يو شمېر سيمې نيولې وې او تېره شپه يې د ولسوالۍ مرکز، امنيه قومندانۍ، لسګونه پوستې او نورې اړونده سيمې نيولې دي.

د يادونې وړ ده، چې بورکه له مرکز پلخمري څخه ۸۵ کيلومټره لرې د تخار ولايت پولې ته نږدې سټراټيژيکه ولسوالۍ ده.

چارواکي وايي، طالبان د بورکې ولسوالۍ له لارې د تخار اشکمش ولسوالۍ ته ورځي او که طالبان پر بورکې ولسوالۍ واک ټينګ کړي، د اشکمش ولسوالۍ امنيت هم له ګواښ سره مخ کېدای شي.

وړمه شپه هم طالبانو د مرکزي بغلان جرخشک سيمه د حکومتي عسکرو پر قرارګاه برید کړی و، ياده قرارګاه يې نیولې وه او په دغه برید کې لس عسکر وژل شوي او د قرارګاه د قومندان په شمول يې ۱۶ عسکر ژوندي نيولي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دکتور مجاهد

نصر من الله و فتح القریب
تر هغی چه مجاهدین د ایمان، باور او اطمنان په وسلو سنبال وی ډیر ژر به انشالله د ولایتو، کابل او ارګ د فتحو خبر واوریدل شی الله ج ته هر څه اسان دی مګر هغه ذات ښه او بد سره بیلوی فرمایی چه جنت بیه غواړی ،

طوطی

په دا نیولو او وژلو نکیږی. تر کوم وخته پوری به طالبان دا ولسوالی په خپل کنترول کی وساتی؟ افغانستان یوه او دوې ولسوالی نده دا حماقت دی او تباهی بیا د روژی په مبارکه میاشت کی خلک بیځایه کیږی، خلکو ته مشکلات جوړیږی وژل کیږی. خلک ډیر بیوزله دی. دا د حل لار نده سړی شی د سړیو په شان ژوند غوره کړی یو بل سره روغه او جوړه وکړی اوس خو غنی هم حاضر دی چی استعفاء وکړی. تر پرونه خو طالبانو ویل که غنی استعفاء ته حاضر شی مونږه به په هماغه ورځه جنګ بس کړو. داسی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x