نړۍ

بلوچستان کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه وسله‌وال برید کې ۱۰ پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ غوايي، ۱۴۰۰ل): د پاکستان بلوچستان ايالت ژوب ولسوالۍ کې پر هغو پاکستاني پوځيانو وسله‌وال برید شوی، چې پر ډيورنډ کرښه د ازغن تار پر لګولو بوخت ول او په دغه برید کې لسو سرحدي پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې «ای ايس پي ار» ويلي، بریدګرو د افغانستان له خاورې پر هغو پاکستاني پوځيانو برید کړی، چې ژوب سيمې ته څېرمه پر ډيورنډ کرښې د ازغن تار په لګولو بوخت وو.

د ای ايس پي ار په وينا په دغه برید کې څلور سرحدي پوځيان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

پوځي چارواکي وايي، د پېښې قربانيان د بلوچستان مرکز کوټې ښار کې پوځي روغتون ته لېږدول شوي دي.

پاکستاني چارواکي وايي، دا لومړی ځل نه دی،چې ډيورنډ کرښې ته څېرمه پر پاکستاني پوځيانو بریدونه کيږي، بلکې تر دې وړاندې هم د پاکستان سرحدي عسکر په نښه شوي دي.

پاکستاني پوځيانو له تېرو درې کلونو راهيسې پر ډيورنډ کرښه د ازغن تار او کټارو لګولو چارې پيل کړي دي.

د کابل حکومت تر اوسه د ازغن تار او کټارو لګولو د مخنيوي لپاره رسمي غبرګون نه دی ښکاره کړی، خو په ځينو ځايونو کې حکومتي عسکرو وخت پر وخت له پاکستاني پوځيانو شخړې او نښتې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ګرچه زه د هیڅ انسان په وژلو خوشحالی نکوم خو اصلی جهاد همدا دی چی اشغالګر وځپې که کافر وی او که مسلمان. بلوڅ پښتون غورزنګ ته باید په کابل، کندهار او ننګرهار کی دفترونه ورکړل شی لکه طالبان چی کوټه او پیښور کی شوراګانی لری.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x