تاریخي پيښينظــر

۱۲ ګرامه ماغزه (۱۵) -د قومندان عبدالحق ستراتيژي

شهرت ننګيال
قوماندان عبدالحق د کابل نیولو ته خپل پلان په كتابي بڼه وار د مخه چاپ کړی و، چې د تیورۍ له اړخه د کابل نیولو ښه نقشه گڼل کیدای شوی.

((كابل د آزادۍ پر لور)) کتاب په ۱۳۶۸ لمریز کې خپور شو. کتاب کې، کابل د افغانستان زړه او د تحرک مرکز گڼل شوی – د کابل پر تاریخي او ستراتیژیک موقعیت له لنډو خبرو دا اړتيا راپورته شوې چې کابل نیول هم غواړي او ودان ساتل هم.

کتاب په جوته را اخیستې چې کابل باید له ورانېدو او تباهۍ پرته د رژیم له منگولو آزاد شي – د دې لپاره یې د يوه گډ پلان او پروگرام په جوړېدو د ټینگار تر څنگ دا په ډاگه کړې چې په يوازيتوب دغسي پلان نشي پلی کېدی. قوماندان عبدالحق کابلیانو ته دغه ډاډ اړین گڼي چې د دغسې پلان او عملياتو موخه دوی نه بلکې د رژیم پوځي ماشين دی.

قوماندان عبدالحق جگړه يوازې پوځي اهدافو ته را ټوله کړه – د کابل د ننه يې پر پوځي اډو او تاسيساتو خپل عملیات و غځول، د دښمن د کرښې تر شا يې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړل.

ده پر وخت او ځای د دغسې پلان د جوړېدا اړتيا را مخې ته کړه – چې د قوماندان عبدالحق ملي لرلید او څرگندې ستراتېژۍ څرگندوی کوي. پر سازش او توطيې د تکيې پر ځای يې په ښکاره د کابل نیولو پلان او پروگرام راپورته کړ، دا چې يوازې د کابل نيول هدف نه بلکې ودان ساتل يې هم د مجاهدينو مكلفيت وگڼل شي، ده د همدغسې ژمنتیا لپاره دا کتاب چاپ کړ – خو له بده بخته د سازش او توطيو خونړي
توپان کابل داسې ويجاړ کړ چې تر ننه يې لمبې ژبغړانده دي.

قوماندان عبدالحق پر کابل د عملیاتو دقيق پلان او ستراتیژي لرله چې په مټ يې ۱۹۸۶ کال کې د روسانو د پوځي مهماتو ډيپو قرغه کې له دننه ويجاړه کړه.

حاجي عبدالحق د پوځي عملياتو موخې له دقیقې مطالعې وروسته په خورا ځیرکتیا ټاکلې، ځکه خو يې درامایي بریالیتونه تر لاسه کولای او په فلمي بڼه پای ته رسولی شوای.

له همدې ځايه وه چې لويديځ ژورنالستانو د هاليووډ حق په نامه یاداوه.

له بده بخته قوماندان عبدالحق هم د کډوالو او افغانانو تر منځ سیاست ته پام نشوای اړولی، د افغان فرهنگیانو او ځوانانو تر منځ يې د اړیکو او سیاست کانالونه ونشوای غځولی، د بهرنۍ میډیا او آړیکو یرغمال پاتې شو.

ځکه خو د افغانانو د آزادۍ غوښتنې داعيه يواځې تر جنگ او جگړہ پیزو پرمختياوو محدوده کړای شوه. چې له امله يې زموږ دویم نسل هم د جگړې هغه وگرځېد.

راتلونکی عنوان:
جبل السراج ائتلاف

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x