ټولنیزه برخه

اروپا کې غُسل کفر ګڼل کېد!!

لطف الله خيرخوا

اروپايان سخت بوين او پليت خلک ول. د روسيې يو استازی د فرانسې د څوارلسم لويس پاچا په اړه وايي:
له بري حيوانه يې بوی بد و. د ده يوې وينځې(ډي مونټيسپم) يې د بوی له امله د عطرو ډنډ کې غوپه وهله، چې د پاچا بوی ور نه شي.

د روسانو په اړه احمد بن فضلان سياح وايي:
د الله تعالی پليت‌ترين مخلوق دی، د تشو او ډکو استنجاء يې نه کوله. د روسيې پاچا پېتر به د خلکو مخکې د قصر پر دېوال تشې کولې!!

د مسلمانانو سترې قاتلې لومړۍ اېزابېلا په خپل ټول عمر کې دوه کرت غُسل کړی و. مسلمانانو چې اندلس کې څومره حمامونه جوړ کړي وو، ټول يې ونړول.

د اسپانيې دوهم پاچا فليپ غُسل مطلقاً بند کړی و. لور يې يو کرت قسم کړی و، چې پلانی ښار ونه نيول شي، غُسل نه کوم او کالي نه بدلوم. محاصره درې کاله اوږده شوه، چې د خيرو او پليتۍ له امله مړه شوه.
دا يې پاچاهان وو، د عوامو به يې څه حال و؟؟!!

د فرانسې عطرونه ولې مشهور دي؟ ځکه چې د بدو بويونو د ورکولو لپاره جوړ شوي. دوی چې په عطرو کې دومره پر مخ لاړ دي اصل وجه يې همدا ده. د پليتۍ او خيرو له امله به پرې طاعوني مرضونه راتلل او نيم ښار به يې وواژه. هغه وخت به د اروپا د سترو ښارونو ـ لکه پاريس او لندن ـ نفوس ۳۰ يا ۴۰ زرو نه اوښت، خو د مسلمانانو ښارونه به د نفوس له پلوه له مېلينونو پورته وو.

فرانسوي مورخ دريپر وايي:
موږ د مسلمانانو ډېر منت‌بار يو. موږ ته يې د ځان پاکولو او کاليو بدلولو لار راوښووله. موږ نه پوهېدو، چې خپل نظافت څه ډول خوندي کړو. موږ به تر هغې غسل نه کاوه، کالي به مو نه بدلول، چې بوی به مو لارو کوڅو ته ونه ووت. همدغه مهال مسلمانانو پاک پاکيزه غُسل کاوه. کالي يې پاک ساتل. اندلس کې به مسلمانانو کالي ښکلي کول. ياقوت او زمرد به يې پرې لګول. يوازې قرطبه کې درې سوه ښکلي حمامونه وو. دا هغه مهال و، چې کليسا غُسل کفر ګاڼه!!

حمام ته انګرېزۍ کې “بات روم” وايي. دا د هندي مسلمان سياح “محمد بات” له برکته، چې دوی ته يې د ځان پاکولو او غُسل لار ور وښووله!

سرچينه:
د سَينډر مارای يادښتونه ـ د اسپانيې د ۱۵۶۱ ـ ۱۷۶۱ ز کلونو رسمي اسناد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x