شعـــــرونه

وخت ورو ورو روان ده تمامیږي بس/ ملنګ

حامد ملنګ

ښه ده ګزاره کوي تیریږي بس
وخت ورو ورو روان ده تمامیږي بس

تللې ده خوښي خندا لتاسره
غم دې برکت کوي زیاتيږي بس

سترګو کي مي ډنډ اوښکي ولاړي وي
ګرانه ستاپه ياد مړې مړې تويږي بس

زما داومیدونو ارمانو ګلان
ستا دهجران باد باندي رژیږي بس

سرې دي دحالاتو سترګې سرې پخدای
مونږ یوو انتظار چه څه به کيږي بس

خدای دي پرې دصبر مرهم کېږدي نور
زړه مې په یؤ چا پسې خوږیږي بس

دومره مې حامده پسې وژړل
سترګې مې زیاتي پسې ړندیږي بس

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x