شعـــــرونه

د باران ترنم/ بشارت

داد محمد بشارت

باران دی ټک ټک کاندي، کوي ښکلی ترنم
بس کټ مټ لکه ستا پۀ شونډو غلی ترنم

د درد پۀ زولنو کې زولانه دي زير او بم
ماښام ، سړه سېلۍ او دردېدلی ترنم

ناکامې مينې ايښی يې پۀ ستوني باندې پل
يوازې ناست وي کاږي غريو نيولی ترنم

نړۍ به خامخا وه ترهېدلې له قيامت
زما له مات زړګي که راوتلی ترنم

زخمونه د زړګي به مې ويدۀ وای يو ساعت
د ښکلي غږ دې کاش پرې لګېدلی ترنم

ښکلې د سپوږمۍ شپه سندريزه ، سندر ماره
لۀ ستورو او سپوږمۍ دی ورېدلی ترنم

د حسن او ښايست لۀ امتزاجه شو نسيم
لۀ زلفو او ګلونو نه وتلی ترنم

د شپې دې نوم پۀ شونډو باندې ښکل کړي شي ويدۀ
او ويښ کړي بشارت د ستا سپېڅلی ترنم

د.م بشارت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x