افغانستان

لښکرګاه: زر کورنۍ د وروستیو جګړو له امله بې ځایه شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ غویي، ۱۴۰۰ل): د هلمند مرکز لښکرګاه په شاوخوا سیمه کې د جګړو د بیا پیلیدو سره سم شاوخوا زر کورنۍ له خپلو کورنو څخه کډوالۍ ته اړ شوی دي.

په هلمند کې د مهاجرینو د چارو ریاست مشر سید محمد رحیم رسنیو ته ویلي چې د وروستیو جګړو له امله شاوخوا ۱۰۰۰ کورنۍ بیځایه شوي دي، او په وینا یې دوی د خیریه موسسو سره په اړیکه کي دي تر څو یادو کورنیو ته کومک ورسیږي.

د هلمند د ولایتي شورا مشر عطاء الله په وینا حکومت باید هلمند ته پاملرنه زیاته کړي، د دولتي ځواکونو قربانۍ ومني او عاجلې مرستې د هغو کورنیو سره وکړي چې د جګړو له امله بېځایه شوي دي.

باید وویل شي چې څو میاشتې مخکې هم لښکرګاه ته نیژدې په نادعلي او ناوه ولسوالیو کې جګړه زیاته شوې وه چې له امله یې ډیرې کورنۍ مرکز او دښتونو ته پناه وړې وه خو وروسته یې ځیني کورنۍ بیرته خپلو سیمو ته انتقال شوې وې او یو شمیر یې پاته وي.

د یادونې وړ ده چې د لښکرګاه په شاوخوا کې د څو ورځو راهیسي شدیده جګړه نښتې چې له امله یې طالبان او د کابل حکومت یو بل ته د درنو تلفاتو اړولو خبرونه ورکوي او د ځینو بیطرفه سرچینو په حواله په جګړه کې ملکیانو ته هم تلفات رسیدلي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

زر کورنی دا حد اقل ۷۰۰۰ کسه ده دی روژی میاشت کی، دا چا له وجی ولی؟ الله مو تباه کړه.

عظيمی

دا ستا د بادار له وجه۔ الله تا او ستا هم نظره تباه کړی۔ ولاړ سه کابل دا قرغی پر لاره چه دا په زرهاوو هیلمندیان د څو کلنو راهسی په خيمو کي شپی ورځی تيره وی ولی دی خوله ماته دي چه ولی۔ د امریکایانو د بمباره له وجی دا خلګ په فقر کي دلته ژوند کوي۔

Khan

د ####جهاد کی بی گناه افغان وژنه یاره سه نا پوهه پشتون دی نو په ۳۰۰ کالو کی دوئ یو کوی نظام جور نه کرو یو کافر کری او بل مسلمان او وژنی یو بل سی بنگالی وئ ترینه شه به وه.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x