افغانستان

احمد مسعود: که نور اړخونه د افغانستان حل په جګړه کې لټوي، مونږ اماده یو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ غویي، ۱۴۰۰ل): د شمالي ټلوالي پخواني مشر احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود نن د چهارشنبې په ورځ ویلي، که نور اړخونه د جګړې له لاري د افغانستان د مسئلې حل باندي ټینګار کوي، مونږ هم جګړې ته اماده یو.

نوموړي په کابل کې د مجاهدینو د بري د نهه ویشتمې کلیزې په مناسبت جوړي شوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې ولسمشر اشرف غني د مجاهدینو پر قوت باندي شکمن دی او تل یې هڅه کړې چې هغوی په مهمو موضوعاتو کې بې خبره وساتي.

نوموړي وویل له هیواده د بهرنیانو د وتلو وروسته د جګړې اړتیا او پلمه نه ویني.

احمد مسعود وویل: «ولسمشر صیب د مجاهدینو په قوت، د مجاهدینو په ځواک، د مجاهدینو په یووالي، د عالمانو په رول او پر موږ او تاسو ټولو باوري نه دي او خدای دې وکړي چې هېڅ وخت هغه موږ ته او موږ هغه ته اړ نه شو.»

د نوموړي په وینا که چیري نور اړخونه د افغانستان اوسنۍ شخړي حل په جګړه کې ویني، نو بیا مونږ هم د مجاهدینو په حیث د علماو تر چتر لاندي د یوه سوچه اسلامي نظام د قیام لپاره د نظامي عملیاتو لپاره تیاری نیسو.

باید وویل شي چې د ځینو راپورونو پر اساس په شمالي او مرکزي ولایتونو کې د حکومت له چوکاټه بهر ملیشې جوړونو پروسه پیل شوې او مختلف اړخونه له هیواده د امریکایانو د وتلو وروسته حالاتو او احتمالي جګړې ته تیاری نیسي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
11 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

دی پنجابی پاکستان له خوا د امریکا په هدایت ایجادشوو مجاهدینو لکه احمدشاه مسعود ، ګلبدین حکمتیار ، ربانی ، محقق ، خلیلی ، سیاف ، سبغت الله ، ګیلانی او نورو نورو د شوروی پر ضد جهاد ندۍ کړۍ بلکه دوی د افغانانو په وژنه او زندانی کولو مشغول وو او اوس ددوی زامن مجاهدین ځانونه اعلانوی ، احمد مسعود هم د پلار په شان پکول په سر باندی کوږ ږدی او د جنګ اعلان کوی دا ټول یاد قاتلان او اجنبیو غلامان افغان ملت ډیر ښه پیژندلی دی اما د امریکا ، انګلیس او پنجابی پاکستان له برکته… نور لوستل »

طوطی

دا جهاد روسانو سره لکه چی ستا پلار وکړ که څنګه؟ تر یوه میلونه زیاد افغانان د روسانو په مقابل کی شهیدان شول دوی ته اسلحه ورکوله، ټول د همدغو تنظیمونو لخوا مسلح کیدل او د روس په مقابل کی یی جهاد کاوو لکه چی اوس طالبان د پنجابیانو څخه مهمات، اسلحه او نور وسایل اخلی په نوم د یوه نا جایزه جنګ چی دوی ورته جهاد وایی.

دوکتور غروال

طوطی واقعآ چی همیش د طوطی په شان در زده کړشوی چونګا ګانی کوی ، تاسی دومره بی تربیه او بی کرکتره یاستۍ چی سربیره ددی قاتلانو د روسانو ، پنجابی پاکستانی ، امریکا او ایران جاسوسان وو او دی او لکه چی کابل کښی په ډالرو مشبوع شول او پنجابی پاکستان له خوا په پښاور کښی منظم تنظیم او هلته هم همداسی د ډالرو باران په جاری وو او ګلبدین خائين او قاتل او دده په شان نورو د افغانانو په وژلو لګیا وو ، بی تربیه طوطی افغان ملت د جګړی سلاحګانی د روسانو او کمونیستانو وژلو کښی… نور لوستل »

محمد اکرم خان

احمد مسعود، دانش ، دوستم ، او ملگری ، دا ٹول پہ زور گوتی وہی ، نہ طالب او نہ ہںے اسلام منی، پروند د روس نن د امریکہ سبا کیدائ سی د چین ہند او د یہود ملگری سی ، ، د پروند او د نن غوندی طالب ملا حافظان مڑہ کی ، او بیا ہم زان سوچ مجاہدین مومنان واشئ۔ کہ دوئ سوچ مسلمان دی؟ بیا منافقین سوک دی؟ وائ یو مسخرہ غریب سڑی کور تہ د میلمنو د پارہ دوہ کلو غوشہ راوڑہ،آغہ ہںے کوروالہ او بچانو وا خوڑہ، دئ سی ماشام لہ میلمو سرہ کور تہ… نور لوستل »

PATTANG

خبر شوی یم چې دې ځوان په لندن کې تحصیل کړی دی خو تاسو یې ګورۍ چې په څه مرداري کې لاس وهي او چا په مخ کې کړی دی ، امر صیب خو به تل د روسانو سره لیدنې کولې تر څو چې طالبانو قلاب ته وشاړه ! ځینې کسان او ایتنیکي ټیکداران عقدې لري له مچ څخه فیل او اتي جوړه وي ! خو دا فاسدین په داسې شعارونو کې اقتصادي ګټې ګوري او لکه پرازیت د نورو په وینو ژوند کوي! جهاد ددالرو لپاره اسانه لاره ده …..

طوطی

پتنګ ته: ښې خبری ماشاءالله. جهاد د ډالرو لپاره آسانه لاره ده… طالبانو هم اوس دا لاره غوره کړی او انشاءالله چی د مجاهدین په سرنوشت به دچاریږی ځکه دوی داسی کارونه پدی مبارکه میاشت کوی چی په والله که یی کافر هم وکړی. کوم کتاب د انسانانو وژنه د روژی په میاشت کی جایز بولی؟

فدامحمد نومير

بسم الرحمن الرحيم ط احمد مسعود چي تر اوسه يی خوله د مور د شيدو بوی ورکوي ، بايد خپل ګريوان ته سر کښته کړې ، او يو ځل د څو شېبو لپاره د فکر او تعقل لپاره سر پر زنګونو کښيږدې ، او د ځانه و پوښتې چې پلار ېې ( احمد شاه مسعود ) د جهاد په اوږدو کي او بيا د جهاد څخه وروسته کومه توره کړې وه ، چي اوس به ېې دی ( احمد مسعود ) وکړې ، او دا دې هم سوچ وکړې چي په ناستو کسانو کي کوم يوه ېې د پلار ملا… نور لوستل »

ډاکټر احرار

د هلکانو کار یې نده دلته د دجال پتلون هم وشلیدی

طوطی

احمد مسعود له فرانسی څخه جیب ښه ډک کړی دی او د یوه دوه کالو لپاره یی خرچه راوړې. یو متل دی ویی: بګیل مړز جنګ نشی کوالی. کچیری پر دوی جنګ شروع شی وبه ګوری چی ټول یو ځل بیا کلاب تاجکستان منډی وهی.

محمد نعیم

تیرو څلورو لسیزو ثابته کړې ده چي پخوانۍ او اوسنۍ شمالي ټلواله یوازي د بهرنیو کړیو په ملاتړ د تاجک، اوزبک او هزاره زورواکانو د سپریماسی لپاره کار کوي او د سیکس، مخدراتو، مسکراتو، وسلو او قیمتي ډبرو د قاچاق د لاري د بهرنیو هیوادونو استخباراتو ملاتړ جلبوي. دوئ خپل قومونه خو غلامان کړي دي، خپل ځوانان یې اوباشان او خپلي پیغلي یې فاحشې ګرزولي دي. اوس غواړي چي د پښتنو تر څنګ نورو باعزته ټبرونو ته هم خپلي ناولي منګولي ورواچوي. هیڅ باغزته، باناموسه او باایمانه شخص ځان ودې چټلي ته نه ورنیژدې کوي. مرګ دي پر هغو انسانانو… نور لوستل »

طوطی

زه حیران دغو احمقانو ته یم چی څنګه دی هلکی ته ناست دی. پلار یی څه وکړل چی دایی وکړی. یو تور مخی پښتون یی هم له کوم ځینی په کرایه نیولی.

Back to top button
11
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x