افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان: تور لست د مذاکراتي پروسې او دوه اړخیز باور په وړاندې ستر خنډ دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ غویي، ۱۴۰۰ل): طالبان وایي، تور لست او د جایزو لستونه چې د یو شمېر طالب مشرانو نومونه پکې اچول شوي دي، د مذاکراتي پروسې او دوه اړخیز باور په وړاندې ستر خنډونه دي، چې باید نور له منځه یووړل شي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه د «اوونۍ تبصره» تر عنوان لاندې خپاره شوي مطلب کې راغلي، چې امریکا له یوه لوري طالبانو ته د سولې او روغې جوړې لاس اوږدوي، خو بل لوري ته یې د طالب مشرانو نومونه په تور لست کې ساتلي او د هغوی په سر یې جایزې اعلان کړي دي، چې د طالبانو په خبره هیڅ ډول منطقي کار نه دی.

تبصره کې وړاندې راغلي، چې د تور لست او د جایزې د لستونو په شتون کې مفاهمه او روغه جوړه کومه معنا نه لري او نه هم پايلې ته رسېدای شي، ځکه د تبصرې په بنسټ، په روغه جوړه کې تر ټولو مهم عنصر دوه جانبه باور دی، چې د تورو لستونو په شتون کې ترلاسه کېدای نشي.

تبصره کې پر ملګرو ملتونو غږ شوی، چې د تور لست څخه د طالب مشرانو د نومونو په ایستلو د افغانستان د قضيې حل ته خپله ژمنتیا ثباته کړي او وړاندې زیاته شوې، چې څو ورځې وړاندې له امریکايي، روسي، چینايي او اپاکستاني استازو سره په ګډه ناسته کې د طالبانو استازو د تور لست د ختمولو په اړتیا قوي استدلال وکړ او یادو هیوادونو هم ژمنه وکړه، چې لستونه به ختموي.

د طالبانو له قوله، تورو لستونو په تېرو دوو لسیزو کې هيڅ ګټه نه ده کړې، بلکې دوه جانبه باور یې زیانمن کړی او د سولې په لار کې د خنډونو په حیث پاتې شوي، چې باید نور طالب مشران په مطلق ډول ترې وایستل شي.

د تور لست په ختمولو د طالبانو ټینګار داسې مهال دی، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په اساس امریکا باید په ملګرو ملتونو کې له تور لست څخه د طالب مشرانو د نومونو د ایستلو هڅې کړې وای او تر دې دمه باید د طالب مشرانو نومونه له تور لست څخه ایستل شوي وای؛ خو لا هم په دې برخه کې د پرمختګ کوم څرک نه تر سترګو کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

په کار دا وو چه تر هر څه دمخه د طالب مشرانو نومونه د سولی په هماغه اوله مرحله کی چه دوحه کی د خلیلزاد سره لاسلیک شو ترسره شوی ایستل شوی وی مګر دا کار ونه شو ولی ؟ امریکا چه د نظم نوین جهانی په رهبری کی قرار لری، هغوی ته طالبان نه بلکه ټول اسلام الو اسلامی نظام په تور لست کی نغښتل شوی او دوی د مسلمانانو به تورو لستو کی دی ولی ؟ د دواړو ( ولی ؟؟ ) ځواب یو دی او هغه د اسلامی د سولی او عدالت نظام چه له مخی یی… نور لوستل »

عبدالمالک همت

د تورور ليستونو څخه د مشرانو د ايستلو ترڅنګ له ټورو زندانونو څخه ټول ملي مبارزاتلان(طالب جنګيالي) هم هر څه ژر وايستل سي.

مجاهد

اصل کی ټونل کفار د الله ج او مسلمانانو په تور لست کی ځکه دی چه د دوی په زړونو کی نور نشته تور زړی دی او مسلمانان د دوی په نزد چه ولی د اسلامی عدالت به مټ د دوی د استثمارولو مخه نیسی هر وخت به تور لست کی دی یعنی تر هغی یو دبل دشمنان دی چه یو د بل دین کی داخل نه شی او دا زما د قران وینا ده . د دی ځواب په الکفرون مبارکه سوره کی ورکړی شوی چه د دوی دین د دوی او زموږ دین زموږ دین دی دوی به… نور لوستل »

طوطی

د پنځو زرو طالبانو خوشې کولو څه ګټه سولی ته ورسوله چی د هغوی له تور لست څخه نومونه لری کول به یی ورسوی؟ تور مخی باید په تور لست تر هغو پاتی شی تر څو د افغانانو له وژلو لاس واخلی. دا پرون یی یو ځوان په کندهار ناځوانمردانه وژلی، د وارداتی برق پایی یی په شمال د بمونو په وسیله ویجاړی کړی، هلمند کی امریکایانو پر طالبانو بمباری وکړه خو دوی ورته چپه خوله دی. که جهاد وی خو جهاد اول باید په اشغالګرو او کافر وشی. په الله قسم چی نن دا پنجابیان له طالبانو لاس په… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x