
روژه؛ له بېوسه او بېوزلو سره د مرستې ښه فرصت
محمدنبي سلطاني
بېوزله، بېوسه او نېستمن خلک د دې وړ دي، چې مرسته ورسره وسي، ځکه يو خوا د الله جل جلاله حکم دی او بل خوا مو ټولنيز تکافل، د خپلو وروڼو سره ناسته پاسته، د هغوى سره اوسېدل او د هغوى سره هستوګنه دا اجازه نه راکوي او دا له ايمان او انسانيت څخه هم ډېره لرې خبره ده، چې موږ دې په ډېر خوراک ټنډ سو؛ خو زموږ همسايه (ګاونډى)، خپل او دوست دې دومره بېوزله او بېوسه وي، چې له ډېرې لوږې دې يې خيټې وچې سوي وي او له لوږې دې يې اولادونه نارې وهي د اه او فرياد ږغ دې يې آسمان ته پورته کېږي. په دې اړه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: هغه څوک له موږ څخه نه دی، چې دى په خېټه موړ او ګاونډى يې ترڅنګ وږى بيده سي.
رسول الله صلى الله عليه وسلم له غريبانو، بېوسو ، فقيرانو او بېوزلانو سره مرسته کونکي په خلکو کې غوره او بهتر ګڼلي دي، چې خلکو ته ګټه ورسوي او غريبان يې له آزار او کړاو څخه په امان وي.
د هغه فقير سره چې کار نه سي کولاى يا دا چې کار کولاى سي خو کار ورته نه پيدا کېږي او يا دا چې کار کوي خو مزدوري او اجوره يې د ده اړتياوې نه سي پوره کولاى او يا دا چې اړتياوې يې پوره کولاى سي خو له داسې پېښو سره مخامخ سوى وي چې نورو ته يې اړ کړى وي، بايد مرسته وسي، لاس نيوى يې وسي تر څو اړتياوې يې پوره سي.
د شتمن زکات د شتمن د ديني ورور، چې هغه فقير وي، غريب وي، خوار او مسکين وي، حق دی؛ ځکه د اسلام سپېڅلی دين ټولنه د يوې واحدې کورنۍ په توګه ګڼلې ده، چې ځينې افراد به له نورو سره مرسته کوي، د هغوى لاس نيوى به کوي ، هغوى ته به خوراک، جامې او نور د اړتيا وړ سامان ورکوي؛ څو له ستونزو او مشکلاتو سره مخ نه شي او له دې څخه وژغورل سي، چې بل ته يې لاس نيولى وي او له هغه څه په ټيټ سر او مړ ژوانده څېره څه وغواړي.
نن ورځ ښه فرصت دی چې دا کار وکړو، د خپل ورور لاس ونيسو، د خپل ورور غم وخورو، د خپل ورور مشکل حل کړو، د خپل ورور په مشکل ځان خبر کړو او د هغه هره ستونزه د ځان ستونزه وبولو، ځکه روژه د برکتونو میاشت ده، موږ باید هڅه وکړو ترڅو په دې میاشت کي ثوابونه خپل کړو، په دې میاشت کي بېوزلو، محتاجو، اړمنو کسانو او کورنيو ته صدقه یا خیرات ورکوو، ځکه صدقه او خيرات له غوره عبادتونو څخه ګڼل کیږي او د لله جل جلاله د رضاء د لاسته راوړو سبب ګرځي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: په پټه خیرات کول د الله د غضب مخه نیسي. (صحیح بخاري) په بل حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې فرمایلي:
الصدقة تطفئ الخطيئة كما يطفئ الماء النار. ( ترمذي )
ژباړه: خیرات کول ګناهونه داسې محوه کوي لکه اوبه چې اور مړ کوي.
روژه د خير و برکت مياشت، د بې وزلو او دوستانو سره د مرستي مياشت، د ګاونډيو او نورو غريبانو د حال د خبرېدو مياشت ده، چې هر مسلمان بايد د خپل توان په اندازه د خپلو بېوزلو دوستانو، خپلوانو، قريبانو، ګاونډيانو او نورو اړو کسانو سره مرسته وکړي، ځکه خداى جل جلاله پر خپلو هغو بندګانو چې د الله جل جلاله په لاره کې د الله جل جلاله له پاره څه ورکوي زيات مهربان دی او په خاصه توګه پر هغه چا زياته مهرباني کوي، چي د الله جل جلاله پر بېوزلو، غريبو او فقيرو بندګانو زړه سوى او ترحم ولري.
د ژوندانه په چارو کې هر انسان کوښښ کوي، چې خپلو موخو ته ځان د هري ممکنې لارې چې وي ورسوي تر څو غوراوی ترلاسه کړي، چې په دې لار کې د حالاتو او فرصتونو انتظار کوي، څو يوه ښه موقع په لاس ورسي، بزګران د بارانونو په انتظار، بزازان او خیاطان د اخترونو په انتظار، د يخي جوړونکي (کارخانه والا) د ګرمۍ او دوبي په انتظار ورځي او شپې سبا کوي، چې د موسم په راتګ سره خپله ټوله توانایي په کار واچوي، څو د دغه موسم څخه ډېره ګټه پورته کړي او خپل هدف ته ځان ورسوي.
الله جل جلاله مسلمانانو ته د ثوابونو د ترلاسه کولو له پاره د رمضان (روژې) مبارکه میاشت رالېږلې، چې د ده د ابدي ژوند له پاره پکارېږي، هغه چې هلته د خپل نېک عمل څخه پرته بل هيڅ نه پکارېږي او هر شخص له بل څه د بې زارۍ اعلان کوي، ورور له ورور څخه، زوی له مور او پلار څخه، خاوند له مېرمنې څخه، پلار له زامنو او نور خپل خپلوان یو له بل څه تښتي او هر یو د خپل ځان په غم کې وي.
که د دنیا لپاره شپه او ورځ زیار او زحمت با سو نو ولې د آخرت له پاره بې تفاوته پاتېږو؟ آیا په دې نه یو خبر چې د آخرت له پاره یو غوره او په زړه پورې موسم لرو، چې په لږ کار سره ډېر اجر تر لاسه کولاى شو.
هو! د روژې مبارکه میاشت هغه موسم دی، چې دلته يو نېک فرضي کار د نورو ورځو په نسبت اویا برابره اجر او ثواب لري او نفلي فرضي غوندې وي. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: دا د غمخوارۍ مياشت ده يعنې د غريبانو او مسکينانو سره مرسته کوئ، نو څوک چې د خپل روژه مات لپاره څو ډوله خواړه برابروي په هغو کې دې يو يا دوه ډوله خواړه مسکينانو ته ورکوي، ترڅو، څو چنده ثوابونه لاس ته راوړي، ځکه د اړو او محتاجو خلکو په کار کې کوښښ کوونکي، هغو ته څه ورکوونکي او د هغو سره مرسته کوونکي خلک داسې دي، لکه د الله جل جلاله په لار کې مجاهد چې د الله جل جلاله لپاره شپه او ورځ جهاد کوي او يا هغه کسان چې د ورځې روژه او د شپې عبادت کوي.
يو سړى د سهار د سپېدو څخه تر لمر لوېدو وږى تږى، وچې شونډې، وچ حلق تکليف ګالي، روژه نيسي خو ته د هغه د ثواب په شان ثواب په يوه دانه خرما تر لاسه کوې، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: که څوک د روژې په مياشت کې روژدار ته روژه مات ورکړي، همدا عمل به د ده د ګناه لپاره د بخښنې او هم د جهنم له اور څخه د خلاصون سبب وګرځي او د روژدار د ثواب په اندازه به ثواب ورکول سي.
رسول الله صلى الله عليه وسلم وايي: دا ثواب هغه چاته ورکول کېږي، چې روژه دار ته د روژه مات لپاره لږ نرۍ شيدې يا يوه دانه خرما يا يو غوړپ ساده اوبه ورکړي. دا عجبه بې زيانه تجارت دی، چې په نه تکليف ډېره ګټه سړى لاس ته راوړلاى سي، يوه خرما ورکړه د يوې روژې ثواب لاس ته راوړه او تر دې زيات ثواب خو لا دادی، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وايي: که څوک بيا روژاتي په روژه مات په نس موړ کړي، هغه به الله جل جلاله زما د حوض کوثر د اوبو څخه داسې اوبه کړي چې جنت ته د ننوتلو تر وخته به بيا تږی نه شي.
تر ټولو ښه وخت همدا نن دی، که موږ نن ورځ خير او صدقه کوو نو اجر او ثواب به مو څو چنده سوى وي او د دې تر څنګ به مو خپل انساني مسئوليت تر سره کړی وي، خپل مسلمان ورور به مو د غربت او مسکنت څخه ژغورلى وي، الله جل جلاله به مو راضي کړى وي او د الله جل جلاله د رحمت مستحق به ګرځېدلي يو؛ خو که بيا هم په دې مبارکه مياشت کي موږ خپل لاسونه تر شا تړلي وي، نه د وږي، نه د روژه دار، نه د مسافر، نه د يتيم او نه د کونډې غم را سره وي او په ټولنيزو خيريه کارونو کې له برخې اخیستنې څخه بې پروا يو؛ نو بيا به د الله تعالی له مغفرت او مهربانۍ څه بې برخې يو.