لیکنېنظــر

د سترګو تور مو درته سپين شول سولې کله راځې؟

عبدالوحید وحيد

د روانې جګړې لوړ انساني تلفات چې ډيرى يې بيګناه ملکي خلک وي  هره ورځ د جګړې له مخ څخه د سپيڅلتيا پرده پورته کوي او د سولې اړتیا ته يې په زرګونو دلائل وړاندې کوي، خو ښکېل اړخونه يوازې په غندنو او انکار باندې د مسئوليت له دروند بار څخه خپلې اوږې خالي کوي.

که زمونږ په مشرتابه کې د ايماني فراست څرک لګيداى، نو په جګړه کې له دواړو خواوو د وژل شويو بيګناه ملکي افغانانو انځورونو ته يو نظر کتل کافي وه چې ويده وجدانونه راويښ او انعطاف ته تيار شوي واى.

مونږ د نظامونو د نسکوريدو بوږنونکې پايلې ليدلي دي. د نظام د ټينګښت لپاره مو مبارزه کړې ده. اوسنۍ نيوکې مو هم د نظام د پياوړتيا په موخه دي.  هيله مو داده چې د نجيب د حکومت د نسکوريدو وروسته سناريو د تکرار د مخنیوي هڅه وشي.  مونږ ته له نسکور حکومت څخه اوسنى فاسد حکومت هم ښه ښکاريږي.

د سولې  باور ترلاسه کول د ولسمشر غني او د اسلامي نظام جوړولو ژمنه ترلاسه کول د طالبانو حق ده. که په پورتنیو دواړو برخو کې د دواړو خواوو باور ترلاسه شي، نو د يوې هوکړې ترمخ د لنډې انتقالي دورې لپاره د ګډ حکومت جوړول نه يوازې د ديموکراسۍ تمثیل او د اساسي قانون درنښت ده بلکې د حاکمې ډلې شهامت  هم ده. له نيکه مرغه ولسمشر غني اوس په مشروطه توګه انتقالي حکومت ته تيارى ښودلى ده، خو د مخالف اړخ باور ترلاسه کولو لپاره باید د انتقالي حکومت د جوړښت لپاره وخت قيد شي.

مونږ د خيالاتو په نړۍ کې اوسيږو او کاذب غرور مو په عصبي سيستم باندې حاکم ده. د عيني واقعيتونو د درک وړتيا نلرو. يوه خوا د تيرو شلو کلونو خيالي لاسته راوړنو خونديتوب بانه نيسي. له ځمکنيو حقایقو سره په ټکر کې وړانديزونه کوي او بل لوری يوازې دومره وايي چې اسلامي نظام قائموي او امریکا يې ماته کړې ده، نو کابل بايد له هر ډول ستونزې جوړولو پرته ورته سلامي شي.

دواړه لوري باید پوه شي چې که يوه خوا د جګړې لپاره ښه ورزيدلی بشري منابع لري، نو مخالف اړخ هم افغانان دي او افغانان په جګړه کې ماتيدل نه مني. د تسليمېدو خيال به محال وي  او د خپل ورور تسليمول شهامت هم نه ده. افغانستان د شل کاله پخوا په پرتله اوس ډير بدل شوى هم دى. ښه به وي چې افغانان په خپلو کې د څه واخله او څه ورکړه فارمول تګلاره خپله کړي.

ولسمشر غني  اکاډميک شخصیت دی، وړتیاوې يې د انکار وړ نه دي. د اقتصادي ستونزو لپاره حل لارې موندلاى شي. کله چې په انګریزي ژبه خبري کوي، ښه استدلال کوي، په موضوع حاکم معلوميږي او د مطلب په بيانولو کې د الفاظو له ستونزې سره نه مخ کيږي. خو په پښتو او دري کې په خپلو الفاظو تسلط نلري. په خبره ولاړ او تعهداتو ته ژمن شخص نه دى. کاري ټيم نشي جوړولاى.  په ديني او ملي مسايلو کې د افغانانو ترمنځ په حساسيتونو نه پوهېږي. له خپلو سرو کرښو اوښتل ورته عادي خبره ده. په کورني سياست کې د تسلسل  پرځاى د  تذبذب ستونزه لري. احساساتي پريکړې کوي او له واک سره د جنون تر کرښې مينه لري. د واک لپاره  تر هرې سرې کرښې اوښتلاى شي. په ديموکراسۍ کې ديکتاتورانه چلن کوي. د ښځو د حقونو خوندیتوب، ټول شموله سوله سرتاسري سوله، باعزته سوله تلپاتې سوله او داسې نور شرطونه ږدي، خو په ارګ کې هره ورځ له پورتنیو شعارونو سره ضد او نقيض کړنې روانې دي.

که نيمه نيم ښورې لاسته راوړنې ومنم، نو کمزورى پاشلى او د پرديو په مرستو ولاړ حکومت، پراخ مالي ادارې او اخلاقي فساد، له فقز بېوزلۍ، بيکارۍ او ورځنيو جګړو سره لاس او ګریوان ملت هم د اوسنۍ ديموکراسۍ د شل کلنو لاسته راوړنو په کتار کې راځي او مونږ ته سوله مهمه ده.

په مساجدو، مدارسو، جنازو، هديرو او د ودونو په تالارونو کې بريدونه، رب ته په سجده نسکور مسلمان وژل، په پوهنتونونو کې جګړه، په تور سرو باندې ناتار، د پلونو نړول د ښوونځيو سوځول د سرکونو خرابول څه ډول اتلولي ده؟

زمونږ په آند زمونږ په لاس مات شوي هيوادونه اوس هم په نړۍ باندې حکومت کوي او مونږ يې خيرات ته ناست يو. ولس مو په يوه ګوله ډوډۍ پيدا کولو پسې حيران ده. ځوانان مو له هيواد څخه تېښتې ته مجبور دي. مونږ د خپل منځي اختلافاتو او کورنیو جګړو له امله تيت او پاشلی ملت يو.  مونږ  مات شوى ملت يو. کله چې پردي پوهيدلي دي چې افغانان په خپلو کې هم يو بل سره وژني، نو ځانونه يې ايستلي دي، خو مونږ کاذب غرور په سر اخيستې يو. د واک لپاره خپلمنځي جګړو ته د تياري ښودلو شعارونه ورکول اتلولي نه ده.

په اخر کې له جګړو څخه ستومانه شوى ولس چې سولې ته په انتظار کې يې د سترګو تور سپين شوي دي له دواړو څخه هيله مند دي چې فرصتونه هر وخت نه راځي شېبې په حساب دي. وخت په تيزۍ سره له لاسه وځي. جګړه ګټونکی او سوله بايلونکی نلري. ستاسو يوه وړوکې غلطي دغه هېواد د تباهۍ کندې ته رسولاى شي او دغه مظلوم ولس له يوه بل ستر ناورین سره مخ کولاى شي. دغه خاوره مو عزت او عفت ده او دلته په هسکه غاړه اوسيدل خوند راکوي. هر ځاى چې وغواړم کډه کولاى شم خو نه غواړم بيا مهاجر شم. د خپل رب، هيواد او تاریخ په سخت ازمون کې نښتي ياست. نن سختې پريکړې وکړئ تر څو سبا ته دغه ولس درباندې ووياړي. نن د خپل ملت او هيواد لپاره قرباني ورکړئ تر څو دغه هېواد وژغورئ. که داسې مو ونکړاى شو، د رب حساب او د تاریخ قضاوت ډير سخت ده.

بله اندېښنه داده چې زمونږ د هیواد راتلونکې سياسي او امنيتي وضعیت د وړاندوينې نه ده. هر وخت هر ډول بدلون راتلاى شي. که بين الافغاني سوله همدغه شان له بن بست سره مخ وي او دواړه خواوې په خپلو دريځونو کې انعطافي اړخ خپل نکړي، نو لرې نه ده چې له دغې نيمګړتيا څخه د پردې تر شا ناست پردى دښمن ګټه واخلي، ګډوډي جوړه کړي، د نظام کشتۍ څپانده، د سولې ټوله پروسه سبوتاژ شي او افغانان بيا يوه اوږدو پرديو نيابتي جګړو کې ښکېل شي، بيا به هم د خپل وجدان په محکمه کې محکوم ياست او هم به واک له لاسه وتلى وي. هغه د پښتو متل دى چې وايي ژاولې خونجوړا شوې نه ستا شوې نه زما شوې!

په درنښت، عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

عبدالوحید وحید صاحب د افغان ولس افتخار یاست لیکنه مو ډېره پرځای او دواړو لوروته اساسي پیامونه لري او د حل یوه معقوله لاره یې وړاندې کړې د دې ملت دردونه هم په همداسې مفکورې سره دواکېږي، د هېواد په اوسني تاریخ کې داسې لیکنې خپلې اغېزې لري خو الله دې وکړي چې خلک یې د زړه په سترګو وګوري او د زړه په غوږونو یې واوري راځی هغه وروڼه چې تاسو سره هم فکره دي سره لاس یو کړو او یو څه وکړو. ډېره ډېره مننه

طوطی

مولوی صیب سلامونه: تر اوسه می د عبدالوحید لیکنه نده لوستلې خو زه هم هر هغی خبری سره چی ته موافقت لری زه یی هم لرم ځکه چی ته ماته یو معقوله انسان، شریف او ښه مسلمان ښکاری. الله دی ژوندی لره عمر دی ډیر شه. والسلام

مجاهد

هو، ستاسی او د هغه مصنوعی مولوی وینه او تارو پود مو سره امریکایی ډالرو یو شان کړی څه چه وایاست ، څه چه کوی او څه چه مو خوب او خیال دی یو شان دی

مولوي نجیب الله زاهد

مجاهد صاحب اختلاف د نظر یو طبعي شی دی، لیکن د همېشه لپاره درانه خلک نورو ته دروند نظر کوي او همېشه درانه خلک درنې خبرې کوي او پوهه خلک خلکو ته سپک نظر نه کوي فکر کوم تاسو لا د خپل نوم په صحیح معنی نه یی پوه شوي خپل نوم ته لږ ځیر شی ……………….

وحيد

مولوى صاحب محترمه سلامونه مې ومنئ.
خداى دې وکړي چې روغ رمټ او خوشحاله اوسئ.

طوطی

واقعآ چی په زړه پوری مضمون عبدالوحید وحید صیب لیکلی دی کور یی آباد. امید دی چی د مشرانو تر غوږو ورسی او ځانونه پری پوه کړی.

طاهر ثابت

وحید سیب سوله هلته راځی چه واقعیتونه ومنل سی. دا چه افغانستان ۹۹٪ مسلمان دی او یو ډلګی کفری نظام غواړی او یا دا افغانستان باید ۱۰۰٪ آزادی ولری او یو ډلګی بیا هم پردی قدرتونو ته په خپل سرنوشت دحق اجازه ورکوی او په دی لیاره کی هر ډول مبارزی ته لوړه کوی، نو په دی شرایطو کی سوله ممکنه ده؟ سوله دآزادی لپاره او سوله داسلامی نظام لپاره باید وغواړو.
هیله ده داپورته ټکی ستاسو په لیکنه کی محوری شکل ولری.

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x