نظــر

د امریکایي اشغال دوهم مخ

محمد طاهر ثابت

د امریکا خارجه وزیر وایي چې دوی عسکر باسي خو له افغانستان نه تیر ندي. هغوی نه شاته تګ کړی او نه به له افغاستان سره رابطه پرې کړي. دا خبره یې په انګلستان کې د انګریز خارجه وزیر سره یو ځای په خبري کانفرانس کې کړې ده. هغه دا دی:

۱ دوی به دیپلوماتیک فعالیتو ته دوام ورکړي. په دې کې د دولت او طالبانو په مینځ کې د خبرو امکانات برابرول دي.

۲ د افغانستان نظامي قواوو ملاتړ کول دوام لري. په دې کې نور پرمختیایي، اقتصادي، انساني او عسکري ملاتړ شامل دی.

د دوهمې پروژې په پر مخ وړلو کې د مزدورو قراردادیانو ساتل او هغه په لازمو وسلو سمبالول مهم دي. دوی به د کابل دولت ته هم قراردایان برابر کړي.

امریکایان لا د بمباردونو لړۍ ته دوام ورکوي. هغوی غواړي چې د بمباریو قواوې په ازبکستان، قزاقستان، او تاجکستان کې ځای په ځای کړي. تر اوسه هغوی داسې آډې نلري خو غواړي چې نوې یې جوړې کړي.

امریکا همداسې غواړی یو څه قواوې د دیپلوماتانو په جامه کې د کابل په سفارت کې پریږدي. په دې کسانو کې غالب ګمان دا دی چې سي آی اې به مهم رول ولوبوي.

پورتنۍ پروژې به هلته کامیابې شي چې په کابل کې د امریکا تر اغیزې لاندې حکومت په ځای پاته سي. امریکا به دا حکومت ته پیسې او نور امکانات برابروي. د هغوی اعاشه به حواله کوي او په مقابل کې به د کابل حکومت د امریکا آرمانونه په افغانستان کې پوره کوي.

د پورتني لاسپوڅي حکومت امکان هلته لیدل کیږي چې طالبان له جنګه لاس واخلي. طالبان دولت ته تسلیم سي او د څه ناڅیزې برخې په مقابل کې د کابل په حکومت کې ورشریک سي کوم چې غني او یا بل قدرت ولري او حکومت غربي جامه ولري.

د دې هدف د لاسته راوړلو په خاطر خلیلزاد لالهانده ګرځي ترڅو نوي ځایونه پیدا کړي. د هغه د ازبکستان سفر په همدې خاطر سرته رسیدلی ده.

له بلی خوا روس او پاکستان او نور یې وهڅول چې په امریکایي پروژه کې شامل شي. هغوی دا ده اعلان هم کړی چې دوی د افغان سولې لپاره بین المللي اجماع راوستلې. د اجماع قبوله کړې ده چې طالبان به په زور حکومت نه نیسي. که نه کیدای سي هغه یوې زاویې ته ټیل وهي ترڅو دې ته اماده سي چې د امریکا له خوښې سره سم یو حکومت مینځ ته راسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

حکومت خودادۍ اوس دسقوط په حال کیدۍ داداسی دۍ لکه چاچی خوب لیدلۍ وی دهغه خوب په امیدپلانونه جوړوی مګرداخبره هم ده چه دغه زموږموجوده طالبان خوهم دحکومت کولوپوهه نلری غیرله شوراګانوچه ایماندارومسلمانوتعلیم یافته ووته حکومت وروسپاری،کداسی ونکی پاکستان بیاافغانستان یوکندی ته اچوی جوړیدو ته یی نه پریږدی ولی دافغانستان جوړیدل دپاکستان مرګ دۍ طالبان بیعلمه دی نه په سیاست پوهیږی نه په قرآن بیعلمه داسی دی لکه لرګی.په احترام عبدالواحداڅګزۍ

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x