شعـــــرونه

د عشق اصول/ مهاجر زاهد

مهاجر زاهد ساپی

دار دې ترڅنګ دی، د عشق اصول دي
غرور دې دنګ دی، د عشق اصول دي

د ازمون ځای دی، اورو ته ناڅي
لمبه پتنګ دی، د عشق اصول دي

فرهادي هوډ دی، غرونه نړېږي
وار د کولنګ دی، د عشق اصول دي

د غزا ډول دی، د ټپو ځوګ دی
ایوبه ننګ دی، د عشق اصول دي

یار دې شهید شو، لیلې اوربل ته
په وینو رنګ دی، د عشق اصول دي

خان و زاهد چې، مهاجر نه و
دا چې ملنګ دی، د عشق اصول دي

مهاجر زاهد ساپی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x