تاریخي پيښينظــر

۱۲ ګرامه ماغزه (۱۶)- جبل السراج ايتلاف

شهرت ننګيال

شورای عالی جهادی:
دا چې د پرچم ځانگړي فرکسیون نظار شورا خپل څنگ ته ودروله، که امر مسعود هغوی د ځان مله کړل، خو د ((شورای عالي جهادي)) په نامه يو داسې حرکت رامنځ ته شو چې مشر يې احمدشاه مسعود او مرستیالان یې جنرال عبدالرشید دوستم او عبدالعلي مزاري وټاکل شول، د خبرو لپاره جنرال دوستم يو پلاوی دریو څرخکو کې پنجشیر ته ولېږه جنرال مؤمن، جنرال حسام الدين، سید منصور نادري، فضل احمد طغيان او نجیب الله مسیر دری ورځې له مسعود سره د ائتلاف پر سر په خبرو تېرې کړې. شورا کې د ((سازا او كجا)) استازو هم برخه لرله، ددغو ډلگيو گډ دريځ پر هماغه سمتي او ستمي اهدافو راگرځېد، په
حقیقت کې د کابل ټول واک له جنرال نبي عظيمي سره و، چې کابل ته يې د نظار شورا او دوستم د ځواکونو مخه پرانیستې وه. جنرال ابراهيم خان چې د حزب وحدت له لوړ رتبه مسوولینو دی په ۱۳۷۱ / ۳ / ۸ نېټه د يوې پوښتنې په ځواب کې وايي:

((در ماه دلو ۱۳۷۰ بعد از نصب جنرال رسول بیخدا که از طایفه پشتون بود بجای جنرال مؤمن که سید منصور نادري، رشید دوستم و جنرال مؤمن، سید جعفر بچه سید کیان، غفور پهلوان و غفار و غلام حسین خان و خودم مخالفت خود را اعلان نموديم و نامه عنوان جمعیت اسلامي و حزب وحدت نوشتم.))

په دې اړه د هغې رسالې ځینې برخې دلته را نقلوم چې د ((اسناد و فیصله های نخستین مجمع عمومي مؤسسان جنبش ملي اسلامي افغانستان)) تر سرلیک لاندې په ۱۳۷۱/ ۳ / ۱۰ د کابل د دولتي چاپخونې کې چاپ شوې.

په دغه رساله كې د ډاکتر نجیب رژیم د قبيلوي او فاشيستي، قبيله سالار حاکمیت په نامه ياد شوی، په دويمه ماده کې د فدرالي دولت جوړېدل عنوان شوي او په نهمه ماده کې کاږي: ((افغانستان کشوریست كثير المليت، بنابرین جهت تأمین حقوق آنان سیستم فدرالي برای اداره کشور لازم دیده میشود.

كله چې سړی د جنبش اساسنامه او سياسي أهداف مطالعه کوي فكر كوي ببرک کارمل په زرنگار پارک کې له سټيج نه د کارگر او عقرب د درېیمې په ورځ وينا کوي.

احمد شاه مسعود جنرال دوستم ته په مخابره کې ويلي وو:
دیگه اگه ما طبق فيصله به عمل آمده حکومت نجیب را سقوط و حاکمیت دولتي را خود بدست بگیریم به مقاومت احزاب جهادي خارج از تشکیل خود مواجه خواهیم شد، بنا دیگه جهت دفع خطر ایشان باید اعلان نمایم که رهبران احزاب هفت گانه مستقر در پاکستان به خاطر به وجود اوردن حاکمیت اسلامی در کشور ترکیب دولتي پي را در ظرف ۴۸ ساعت به وجود آورده، اداره امور را بدست گیرند، درین صورت دیگه مه يقين دارم که تضادهای موجود در میان ایشان سبب مي شود تا جهت ایجاد چنان هسته يې به توافق نرسند انگاه دیگه ما خود اعلان خواهیم داشت که رهبران موصوف استعداد اداره کشور و تأمین صلح در وطن را نداشته و اینک شورای عالي جهادي وظيفه مذکور را بدوش میکشد و اگر احیانا آنها موفق به تشکیل دولت شوند اتحاد میکانیکی ایشان در مدت كوتاهي از هم پاشیده و اسباب بروز چنان حالتي را تهیه میدارد که در اثر آن مردم عادي كشور جبرا به شورای ما مراجعه نموده و خواهان بدست گیري قدرت توسط خود مان می شود. آنگاه ما میتوانیم با منطق مؤجه سياسي وارد پروسه گردیده و با برخورداري از حمایت مردم خویش به پیش برویم.))

راتلونکی عنوان:
ګام په ګام سقوط

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Abdulsamad Sabawoon

ستاسې مطالب مې ډېر خوښيږي

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x