ټکنالوژي

پر ټولنیزو رسنیو بند ټرمپ خپله ځانګړې ویبپاڼه پرانېسته

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ غویي، ۱۴۰۰ل): د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټویټر، فیسبوک او انسټاګرام کې له بندیز وروسته د سه شنبې په ورځ د خپلې ځانګړې ویبپاڼې پرانېسته وکړه.

وروسته له هغې چې ډونالډ ټرمپ د امریکا ټاکنو څخه وړاندې د ټولنیزو رسنیو حسابونه په ناسمه توګه وکارول، ټویټر، فیسبوک، انسټاګرام او یوټیوب یې حسابونه په بشپړ ډول وتړل.

د ټرمپ له لوري پرانېستل شوې ویبپاڼه د پلیټفارم بڼه لري خو د ټویټر په څېر ډیزاین شوې ده، کاروونکي کولی شي د خپلې موبایل شمېرې او بریښنا لیک له لارې دغه پلیټفارم کې ځان ثبت کړي. تر څو وکولی شي چې د ټرمپ د خپاره شوو پوسټونه خبرتیا ترلاسه کړي.

د ټرمپ ستر سلاکار میلر رسنیو ته ویلي چې ټرمپ به په راتلونکو دوه-دریو میاشتو کې ددغې پلیټفارم له لارې ټولنیزو رسنیو ته راستون شي. د نوموړي په وینا ټرمپ به د خپل دفتر له میزه مستقیما خپلو پلویانو سره معلومات خپروي».

https://www.donaldjtrump.com/desk

د ټرمپ ویبپاڼې او یا هم پلیټفارم په اړه د ټویټر ویاند په غبرګون کې ویلي، «که چیرې کاروونکي د ټویټر د اصولو خلاف مواد خپاره نه کړي، د ویبپاڼې کاروونکو ته پر ټویټر ددغې پلیټفارم د پوسټونو خپرولو اجازه ورکول کیږي». په عین حال کې فیسبوک له غبرګون څرګندولو ډډه کړې.

که څه هم دغه پلیټفارم د سه شنبې په ورځ پرانېستل شوې، خو د راپورونو له مخې په دې کې داسې پوسټونه هم موندل کیږي چې د مارچ له ۲۴مې نېټې خپاره شوي دي.

د ټرمپ د پلیټفارم پرانېستې اعلان په داسې حال کې کیږي چې یوه ورځ وړاندې فیسبوک او انسټاګرام د ټرمپ د حساب نه پرانېستلو پریکړه خوندي وساتله، په داسې حال کې چې ټویټر هم د نوموړي حساب د تل لپاره تړلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x