ورزش

چمپینز لیګ: ریال مدرید بهر او چیلسي لوبډلې پایلوبې ته لار وموندله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ غویي، ۱۴۰۰ل): د اروپا اتلانو لیګ فوټبال د نیمه پایلوبې دوهم لیګ د ریال مدرید او چیلسي لوبډلو ترمنځ ترسره شو، چې له په زړه پورې لوبې وروسته چیلسي سیال لوبډلې ته په ۲-۰ ماتې ورکړه.

د انګلستان کلب چیلسي به د اروپا اتلانو لیګ پایلوبه کې د دوهم انګلستاني کلب مانچسټر سیټي پر وړاندې مخامخ کیږي، چې د ترکیې استنبول ښار په اتاترک اولمپیک لوبغالي کې د روانې مې میاشتې په ۲۸مه نېټه ترسره شي. مانچسټر سیټي لوبډلې فرانسوي کلب پاریس سان جرمان ته نیمه پایلوبه کې ماتې ورکړې وه.

د هسپانوي کلب ریال مدرید تېر ځل په ۲۰۱۸م کال کې انګلستاني کلب لیورپول ته په ماتې ورکولو د چمپینز لیګ اتلولي خپله کړې وه، خو په تېرو دوه پړاوونو کې یې د پام وړ کارکردګي ترسره نه کړه او اوس یې چیلسي ته نیمه پایلوبه کې ماتې ومنله.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د نیمه پایلوبې دوهم لیګ د چیلسي په کوربه توب د انګلستان په سټامبرج کې ترسره شو، چې د لومړۍ نیمایي په ۲۸مه دقیقه کې چیلسي د الماني تیمو ویرنر په مرسته ګول وواهه.

له دې وروسته په دوهمه نیمایي کې هم چیلسي لوبډلې د ریال مدرید پر ځمکه یو شمېر حملې وکړې چې زیات فرصتونه یې ضایع کړل، خو په ۸۵مه دقیقه کې انګلستاني میسن ماونټ دوهم ګول وواهه او د بریا پخلی یې وکړ.

چیلسي لوبډله په یاده لوبه کې په هر لحاظ غوره لوبه ترسره کړه، د دوه ګولونو سربېره یې په منځني خط کې غوره کارکردګي ښکاره کړه، دغه راز یې د ریال مدرید لوبغاړو ایدن هازارد او کریم بنزیما حملو په کلکه مخنیوی وکړ.

باید وویل شي چې له دې وړاندې تېره اونۍ د دواړو لوبډلو ترمنځ د نیمه پایلوبې نیمه لیګ ترسره شوی و، چې دواړو لوبډلو یو-یو ګول وهلی و، په دې سره د اګریګیټ قانون له مخې نیمه پایلوبې په ۳-۱ د چیلسي په ګټه پای ته ورسېدې.

د چیلسي لوبډلې المانی مشر روزونکی توماس توخیل چې څو میاشتې وړاندې په بیړنۍ توګه د چیلسي پخواني روزونکي فرانک لامپارد پرځای وټاکل شو، په لږ وخت کې پر لوبډله ستر اغیز څرګند کړ.

د نوموړي په تخنیکي کارکردګۍ سره چیلسي لومړی په انګلستان پریمیئر لیګ کې له ۸م مقام څخه څلورم ته پورته شوه، بیا یې د ایف ای جام پایلوبې ته او اوس یې د چمپینز لیګ پایلوبې ته لار وموندله.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x