شعـــــرونه

بدرالدجی/ تپاند زهاد

تپاند زهاد

را اوري تل په تا د خدای رحمت بدرالدجی
لارښود یې ته د واړه بشریت بدرالدجی

ښایست درته عاجز دی ستا ښکلا ته محترمه
قربان دې له اخلاقو محبت بدرالدجی

نبي وې مجاهد وې قمندان د احد بدر
ملګری دې مین په شهادت بدرالدجی

له تا نه مې قربان شه مال او سر د زړګي سره
پر ما وکړه نظر د شفقت   بدرالدجی

ته لمر د نبوت تیاره جهان لره ښکلا یې
نسکور دې په راتګ شو جهالت بدرالدجی

هر دم راته یادیږي ستا د حسن تجلاوې
کړیږم یاره ستا له فراقت بدرالدجی

یو جام د شفاعت دې لاس په لاس غواړم حببیه
تپاند زُهاد دې غواړم شفاعت بدرالدجی

صلی الله علیه واله وصحبه وسلم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x