ټولنیزه برخه

زرپارې (۲۷)- د ناروغ د عيادت اداب

 

ليکوال: مفتي محمد تقي عثماني
ژباړه: احمدګل ريان

د بيمار د عيادت ادبونه او لطيفې:
نبي عليه السلام د مريض عيادت او پوښتنه کول په اسلامي حقونو کې شمار کړې ده، خو ډير خلک د عيادت په ادبونو نه پوهېږي او دا د دې لامل شي چې بيمار ته د ارام او تسلي ورکولو پر ځای تکليف رسوي. نبي عليه السلام په خپل قول او عمل د بيمار د پوښتنې ادبونه راښودلي دي، چې بايد هر مسلمان يې رعايت وکړي.

الف: عايشه رضی الله عنها وايي چې د نبي عليه السلام دا عادت و چې څوک به مريض شو، نو خپل ښی لاس به يې پرې راتيراوه او دا دعا به يې ويله:
(أَذْهِب الْبَأسَ ربَّ النَّاسِ، واشْفِ، أَنْتَ الشَّافي لاَ شِفَاءَ إِلاَّ شِفَاؤُكَ، شِفاءً لاَ يُغَادِرُ سقَماً) (مشکوة المصابيح د بخاري او مسلم په حواله)

ب: عبدالله بن عباس رضی الله عنه فرمايي چې په عيادت کې دا سنت دي چې له مريض سره ناسته د لږ وخت لپاره وي او شور ونکړل شي. (مشکوة المصابيح)

ج: نبي عليه السلام فرمايي: (العيادة فواق ناقة) يعنې له بيمار سره ناسته بايد دومره وخت واخلي لکه څومره وخت کې د اوښې د دوه ځله لوشلو تر منځ وقفه وي، مطلب کم وخت ورسره واوسو.

د: سعيد بن مسيّب رحمه الله فرمايي: د مريض تر ټولو ښه پوښتنه هغه ده چې عيادت کوونکی بيرته ژر لاړ شي. (مشکوة المصابيح د بهيقي په حواله)

علماء کرامو د دې رواياتو په رڼا کې ډير زيات تاکيد کړی چې عيادت کوونکی بايد له بيمار سره زيات وخت تير نکړي، چې بيمار ترې تکليف شي.

ملا علي قاري رحمه الله د چا په اړه رانقل کړي چې ويل يې، موږ د مشهور صوفي بزرګ سري سقطي رحمه الله پوښتنې ته ورغلو او تر ډيره ناست وو، هغه د نس له درده کړېده او موږ لا هم ناست وو، بلاخره مو ورته وويل چې دعا راته وکړه نو موږ به لاړ شو.
سقطي رحمه الله دعا وکړه چې:
اللهم علمهم کيف يعودون المرضی. (اې الله! دوی ته د بيمار د عيادت طريقه وښيه)

دغه راز يوه لطيفه ده، وايي چې، يو سړی د کوم بيمار پوښتنې ته ورغی او ډير وخت ورسره ناست و. مريض زيات پريشانه و، کله چې بيمار يقيني شو چې دا سړی د تلو هيڅ اراده نه لري، ورته کړل يې چې: دلته راتلونکو خلکو په تکليف کړي يو. خو هغه د خدای بنده بيا هم پوه نه شو او بيمار ته يې وويل: که ستا خوښه وي دروازه بنده کړم؟ بيمار حيران شو او ورته کړل يې چې: هو، خو د باندې له طرفه.

ملا علي قاري رحمه الله د دې واقعاتو له رانقل کولو وروسته ليکي: البته، که چيرته عيادت کوونکی پوهيده چې بيمار يې په ناسته خوشحاليږي، بيا کوم حرج نشته. (مرقاة المفاتيح ج: ۲ ص: ۳۱۸ او ۳۱۹، کتاب الجنائز)

روژه د دعاګانو د قبليدو مبارکه مياشت ده. تاسې ملګرو څخه د خصوصي او جامع دعا خواست کوم.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x