دیني، سیرت او تاریخ

د اعتکاف احکام

لیکنه: مفتي محمد تقي عثماني
ژباړه: نوراحمد نور
د اعتکاف حقیقت
د اعتکاف حقیقت دا دی چې انسان د یو څه وخت لپاره په مسجد کې د اعتکاف په نیت کېني.
د دې لپاره د وخت ټاکلې اندازه نشته چې څومره وخت هم په مسجد کې د اعتکاف په نیت پاتي شي نفلي اعتکاف صحیح کیږي.
البته د روژې په مبارکه میاشت کې چې کوم مسنون اعتکاف کیږي د هغه لپاره لس ورځې ضروري دي.
همدا ډول واجب اعتکاف هغه چې یو چا په ځان نذر کړی وي هغه تر یوې ورځې او شپې کم نه وي. بدائع

څوک اعتکاف کولای شي؟
د اعتکاف لپاره ضروري ده چې معتکف به مسلمان او عاقل به وي لهذا د کافر او لیوني اعتکاف نه صحیح کیږي البته نابالغ لکه څنګه چې لمونځ کولای شي او روژه نیولای شي همدا ډول اعتکاف هم کولای شي. بدائع
ښځه هم په کور کې د عبادت لپاره د خاص ځای په ټاکلو سره په هغه کې اعتکاف کولای شي البته له خاوند څخه اجازه اخیستل ضروري دي او همدا ډول له حیض او نفاس څخه به پاکه وي.
په مسنون او واجب اعتکاف کې دا هم ضروري ده چې معتکف به روژه په خوله وي لهذا کوم کس چې روژه نلري هغه اعتکاف نشي کولای البته د نفلي اعتکاف لپاره روژه شرط نه ده.

د اعتکاف ځای
نارینه صرف په مسجد کې اعتکاف کولای شي تر ټولو افضل اعتکاف د مکې مکرمې د مسجد حرام اعتکاف دی بیا د مسجد نبوي بیا د مسجد اقصی او بیا په جامع مسجد کې اعتکاف دی او په جامع مسجد کې اعتکاف ځکه افضل دی چې د جمعې د لمانځه لپاره بل مسجد ته د تګ ضرورت نه پیدا کیږي مګر په جامع مسجد کې اعتکاف ضروري نه دی بلکې په هر هغه مسجد کې اعتکاف کیدلای شي چې هلته پنځه وخته په جماعت سره لمونځ ادا کیږي، چیرته چې پنځه وخته په جماعت سره لمونځ نه ادا کیږي نو په داسي مسجد کې د علماوو اختلاف دی د محققینو په نزد په داسي مسجد کې هم اعتکاف کیدلای شي مګر افضل نه دی. شامي

د اعتکاف مسائل
اعتکاف پر درې ډوله دی.
(۱) مسنون اعتکاف
دا هغه اعتکاف دی چې صرف د رمضان المبارک په اخیري عشرې کې د یویشتم له شپې نیولي بیا د اختر د میاشتې تر لیدلو پوري وي. څرنګه چې نبي کریم صلی الله تعالی علیه وسلم به هر کال په دغو ورځو کې اعتکاف کاوه ځکه نو دې اعتکاف ته مسنون اعتکاف ویل کیږي.

نفلي اعتکاف
دا هغه اعتکاف دی چې هر وخت کیدلای شي.

واجب اعتکاف
هغه اعتکاف دی چې د نذر اېښودلو له امله واجب شوی وي یا د مسنون اعتکاف د فاسدولو له امله د قضا په ډول واجب شوی وي.
څرنګه چې د دغو دریو واړو اعتکافونو احکام یو له بله جلا دي نو لاندې د هر یوه مسایل جلا جلا لیکل کیږي.

مسنون اعتکاف
د رمضان المبارک په اخیرې عشرې کې چې کوم اعتکاف کیږي هغه مسنون اعتکاف دی. د دې اعتکاف وخت د شلمې روژې د پوره کیدلو په ورځ له لمر لوېدلو څخه پیل کیږي او د اختر تر شپې پورې وي.
څرنګه چې د دې اعتکاف پیل د یویشتم له شپې څخه کیږي له دې امله اعتکاف کوونکو ته په کار ده چې د شلم په ورځ د لمر تر لویدلو دومره وخت وړاندې مسجد ته دننه شي چې دوی په مسجد کې وي او لمر ولویږي.
د روژې مبارکې د اخیرې عشرې دا اعتکاف سنت مؤکد علی الکفایه دی یعني که د کلي یو کس هم اعتکاف وکړي نو د ټول کلي له طرفه سنت ادا کیږي مګر که په ټول کلي کې یو څوک هم اعتکاف ونکړي نو په ټول کلي د ترک سنت ګناه راځي. شامي

د کلي د خلکو ذمه واري
له دې څخه معلومه شوه چې دا د دکلي د خلکو ذمه واري ده چې معلومات وکړي چې زموږ په مسجد کې څوک په اعتکاف کې کشیني که یا؟ که څوک نه کشیني نو فکر دې وکړي یو څوک دې کشینوي.
مګر یو څوک په مزدوري په اعتکاف کې کشینول جواز نلري ځکه چې د عبادت لپاره مزدوري ورکول او اخیستل دواړه ناجائز دي. شامي.
که د کلي له اوسیدونکو هیڅوک هم د کومې مجبوري له امله د اعتکاف لپاره تیار نه وي نو د کوم بل کلي څخه دې یو څوک اعتکاف ته تیار کړي د بل کلي د یو چا په کشینولو هم د دغه کلي غاړې ان شاءالله تعالی خلاصیږي.
(فتاوی دارالعلوم دیوبند مکمل صفحه ۵۱۲ جلد ۶)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x