شعـــــرونه

د زنکدن له زهرو پور کول خو دغسې وي/ ريحان

شفاعت ريحان

د زنکدن له زهرو پور کول خو دغسې وي
څوک هېرول او په ځان زور کول خو دغسې وي

ما درنه وپوښتل چې هېر دې شوم؟ تا جنګ واخيستی
نو په وړه خبره شور کول خو دغسې وي

که سهار ځي او که ماښام راځي په لاس يې ښکل کړي
دروند احترام د پلار او مور کول خو دغسې وي

جانان مرګی واخلي، ياران بېل شي او تۀ بېمار شې
يوه تاوان پسې بيا نور کول خو دغسې وي

پنجابیان وژنم خو سور اور په ارغنداب اوروم
بمبار په خپل کلي او کور کول خو دغسې وي

تۀ را ږغېږه زۀ دې سترګو کې خپل ځان لټوم
د ميني زخم ته ټکور کول خو دغسې وي

نۀ دې هېرېږي شفاعته! نۀ دي لاس ته راځي
اور خپلول او ځان د اور کول خو دغسې وي

شفاعت ريحان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x