افغانستان

ناڅرګندو وسله والو د مالیې وازرت د مطبوعاتو امر وژلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ غویي، ۱۴۰۰ل): ناڅرګندو وسله والو په کندهار ښار کې د مالیې وزارت د مطبوعاتو امر «نعمت روان» په ډزو وژلی.

روان چې تر دې وړاندې د طلوع نیوز خبریال او د سیاسي‌ بحثونو کوربه و، نږدې یوه میاشت وړاندې یې له طلوع نیوز سره دنده پريښې وه او د مالیې وزارت د مطبوعاتو د آمر په حیث ټاکل شوی و.

د کندهار امنیتي چارواکي‌ وايي، روان نن سهار د کندهار ښار په څوارلسمه امنیتي‌ حوزه کې د ناڅرګندو وسله والو په ډزو ووژل شو.

د کندهار د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر «غورځنګ اپریدي» وایي، دوو تنو وسله والو بریدګرو پر روان ډزې کړې دي او د هغه تر وژل کېدو وروسته یې د نوموړي‌ ټلیفون هم له ځانه سره وړی دی.

تر دې دمه د روان د وژل کېدو مسئولیت چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدعبدالله

وزارتPlease correct the spell of
د وزارت املا تصحیح کری تشکر

غوربندی

چې دا به هم په هغو کې شامل وي چې امریکایانو پرې ۱۴۵ میلیونو ډالرو پانګونه کړېده؟

ښه ځوان وو خدای تعالی دې پرې ورحمیژي.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x